Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د کونړ په نورګل ولسوالۍ کې د څښاک اوبو دوې شبکې جوړې شوې

اسعداباد (پژواک، ۲۵ تله ۱۴۰۱): د کونړ د کلیو پراختيا او بیارغونې ریاست وايي، د افغانستان د بشري مرستو صندوق (اې‌ایچ‌ایف) په مالي ملاتړ د دغه ولایت په نورګل ولسوالۍ کې د څښاک پاکو اوبو دوې شبکې جوړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

د کونړ د کلیو پراختيا او بیارغونې رییس شمس‌الرحمن پژواک خبري اژانس ته وویل: «د ۶ اعشاریه ۵ میلیون افغانیو په لګښت د څښاک پاکو اوبو رسونې دغه دوه لمریزې شبکې د افغانستان د بشري مرستو صندوق AHF په مالي همکارۍ نن فعالې شوې.»

ده وویل چې د یادو شبکو کارونه درې میاشتې مخکې پيل شوي وو او په جوړېدو سره يې د نورګل ولسوالۍ د جبې او چوکده سیمو سلګونو کورنیو ته د څښاک اوبو رسولو اسانتیاوې برابرې شوې.

نوموړي زیاته کړه چې یادې دوې شبکې د ۷۶ زره لیټره اوبو ذخیره کولو وړتیا لري چې د سیمې ۳۶۵ کورنۍ به ګټه ترې پورته کوي.

د کونړ نورګل ولسوالۍ د جبې او چوکده سیمو اوسېدونکي هم خوښ دي چې په سیمه کې ورته د څښاک پاکو اوبو اسانتیاوې برابرې شوې دي.

د یادې ولسوالۍ د جبې اوسېدونکي نورحبیب پژواک ته وویل: «زموږ د کلي سلګونو کورنیو د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه درلود، کلیوالو په تېره ماشومانو به مو په ډېرې سختۍ له سیند او یا هم د خوړونو اوبه رواړلې چې صحي نه وې.»

ده وویل چې د یادو شبکو په فعالېدو سره خلک د څښاک له پاکو اوبو برخمن شوي او هیله‌من دی چې حکومت د دوی په سیمه کې دا ډول نورې پروژې هم پلې کړي.

د نورګل د چوکدې سیمې اوسېدونکی نصرت‌الله بیا ادعا کوي چې لاهم د دغې ولسوالۍ په ځینو کلیو کې خلک پاکو اوبو ته پوره لاسرسی نه لري .

ده وویل چې حکومت دې د خلکو اړتیاوې درک کړي او ټولو ته دې رسېدنه وکړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.