ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغانستان او چین پر رسمي تعامل او اقتصادي مسایلو خبرې کړې دي

افغانستان او چین پر رسمي تعامل او اقتصادي مسایلو خبرې کړې دي

author avatar
18 Oct 2022 - 15:08
افغانستان او چین پر رسمي تعامل او اقتصادي مسایلو خبرې کړې دي
author avatar
18 Oct 2022 - 15:08

کابل (پژواک، ۲۶ تله ۱۴۰۱): په چین کې د افغانستان سفارت سرپرست د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د اسیایي څانګې له مرستیال سره د دواړو هېوادونو ترمنځ پر رسمي تعامل، لوړه کچه راشه درشه او نورو اقتصادي مسایلو خبرې کړې دي.

په چین کې د افغانستان سفارت پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي، په دغه هېواد کې د افغانستان سفارت سرپرست سید محی‌الدین سادات د چین د بهرنیو چارو وزارت د اسیايي څانګې له مرستیال چينګ سونګ سره وکتل.

سرچینې لیکلي، په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د رسمي تعامل او لوړه کچه راشه درشه، د آمو سیند حوزې د نفتو پروژې، د دواړو هېوادونو ترمنځ د اتصال نورو پروژو، چین ته د افغاني زعفرانو، وچو مېوو او نورو توکو واردولو او د چین په ګمرک کې اسانتیاوو برابرولو، بشري او انکشافي مرستو، د کرنې په برخه کې همکارۍ، افغان محصلینو ته د سکالرشیپونو ورکولو، په بېلابېلو برخو کې افغانانو ته د لنډمهاله روزنيزو ورکشاپونو برابرولو او نورو دوه اړخیزو موضوعاتو په اړه ګټورې خبرې وشوې.

Views: 142

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.