کابل (پژواک، ۳۰ تله ۱۴۰۱): د ریاست الوزار اداري مرستیال وایي، حکومت له خصوصي پوهنتونونو ملاتړ کوي، خو پوهنتنونه باید «دوکانداري» ونه کړي او د لوړو زدهکړو نوی سرپرست بیا وایي چې له تحصیلي ډګره به د پردیو لاس لنډ کړي.
د ریاستالوزار اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي نن د کابل مخکنی والي مولوي ندامحمد ندیم د شیخ عبدالباقي حقاني پر ځای د لوړو زدهکړو د سرپرست وزیر په توګه د دغه وزارت کارکوونکو ته معرفي کړ.
حنفي په دې ناسته کې وویل، تغییر او تبدیل یو اصل دی او هر وخت چې هر څوک هر چېرته لازم وبلل شي، ټاکل کېږي.
دی وایي، هېڅ ولس او هېواد له علم او علمي سرچینو ته له لاسرسي پرته بشپړه خپلواکي نه شي لرلی.
د ده په اند، اړینه ده چې د لوړو زدهکړو مشرتابه اوسنیو پرمختګونو ته په پام تحصیلي نصاب کې داسې بدلون راولي چې په هېواد کې د ستونزو لرې کېدو لامل شي.
دی زیاتوي: «موږ د لوړو زدهکړو په برخه کې د خصوصي سکټور ملاتړ کوو، خو غوښتنه مو ترې دا ده چې له پوهنتونه د دوکان په توګه ګټه وانخلي.»
د لوړو زدهکړو مخکني سرپرست وزیر عبدالباقي حقاني وویل چې که د لوړو زدهکړو وزارت «پیاوړی» او «اسلامي» وي، نو نظام به مظبوط وي او خپل اسلامي مسوولیتونه به هم ترسره کولی شي.
دی وایي، پخوا په تحصیلي بنسټونو کې «دیني ضرورتونه پوره نه وو» او د بل چا اثر پرې و او داسې مسایل به مخ ته راتلل چې له ملي او دیني ارزښتونو سره به په ټکر کې وو، خو که دغه اړتیاوې پوره شي نو نظام به پایښت ومومي.
هغه زیاته کړه چې مخکې په ۱۸ ولایتونو کې د شرعیاتو پوهنځي نه وو، خو اوس په ټولو ولایتونو کې رامنځته شوي دي.
د حقاني په وینا، هیله ده هڅه وشي چې د لوړو زدهکړو وزارت په چوکاټ کې ټولې کمزورتیاوې له منځه ولاړې شي.
د لوړو زدهکړو وزارت نوي سرپرست مولوي ندامحد ندیم وویل، د لوړو زدهکړو په میدان کې کار کول باریک او مهم دی؛ ځکه د نورو خلکو [بهرنیانو] ورته پام وي، هغوی غواړي چې له دغه میدانه ګټه واخلي.
هغه ډاډ ورکړ چې د د دغه وزارت او پوهنتونونو کې د ټولو کسانو ابتکار او علمي پیاوړتیا ته به پام کوي او د پردیو هغه لاسونه لنډوي چې تحصیلي ډګر ته یې غځولي دي.
ده د پردیو لاسونو په اړه چې د چا او څرنګه دي، جزئیات ورنه کړل.
دی وایي چې د لوړو زده کړو په وزارت کې به دوو کارونو ته ډېر پام کوي؛ لومړی دا چې دغه وزارت به د اسلامي چوکاټ پابند وي او دویم دا چې د افغاني غرور او کلتور ساتنه به کوي.
ندیم زیاتوي: «جنجالونه له نفرتونو او بې اعتمادۍ څخه راجوړ دي، خو اسلامي امارت د نفرتونو دښمن دی او د افغانانو د عزت ساتلو نظام دی.»
هغه وویل چې د لوړو زدهکړو په وزارت کې کوم کارونه چې شوي، هغه به نه ضایع کېږي، بلکې د نور پرمختګ لپاره به یې هڅه کوي.
Views: 794
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن