Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ریچارډ بنیټ: افغانستان د ښځو لپاره پر بدترین هېواد بدل شوی

اټلانټا (پژواک، ۵ لړم ۱۴۰۱): افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بنیټ وایي، د سرپرست حکومت په لارښوونه له ښځو څخه د هغوی ټول بنسټیز حقونه اخیستل شوي او افغانستان د ښځو لپاره پر بدترین هېواد بدل شوی دی.

نوموړي دا څرګندونې پرون ناوخته د ملګرو ملتونو یوې غونډې ته کړې او ویلي یې دي چې د افغان مېرمنو او نجونو د حقونو اوسنی شاتګ، د دغه هېواد په تاریخ کې بې‌ساری دی.

هغه زیاته کړې، د تېرو ۲۰ کلونو د لاسته‌راوړنو په نسبت اوسنی شاتګ، د هغو شاتګونو په پرتله لوی دی چې افغان مېرمنو او نجونو په ۱۹۹۶ زېږدیز کال کې -چې طالبانو په افغانستان کې په لومړي ځل واک ترلاسه کړ - تجربه کړی وو.

ریچارډ بنیټ د نجونو ټولو ښوونځیو بندېدو او له کار، ټولنیز، اقتصادي او سیاسي ژوند څخه په پراخ ډول د ښځو محرومېدو ته اشاره وکړه او ویې ویل، د دغو اقداماتو موخه له ټولنې څخه د ښځو ګوښه کول دي.

د هغه په وینا، د افغان مېرمنو بنسټیز حقونه او ازادي پړاو په پړاو د سرپرست حکومت په لارښوونه له هغوی څخه اخیستل شوي او افغانستان د ښځو لپاره په بدترین هېواد بدل شوی دی.

د ملګروملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي په دې غونډه کې، افغانستان کې د قومي او مذهبي لږکیو د حقونو په اړه هم خبرې وکړې او وویل، د هزاره‌ګانو، صوفيانو، سيکانو او هندوانو په ګډون د اقلیتونو بشري وضعیت، د رسنیو د آزادۍ ځپل، بشري کړکېچ، له مجازاتو څخه معافیت او نه حساب ورکول هغه نور موارد دي چې په افغانستان کې د ناوړه بشري وضعیت ښکارندویي کوي.

بنیټ وویل، په پنجشېر کې ان له ملکي کسانو څخه په دې پلمه چې د مقاومت ملي جبهې متحدین دي، پوښتنې او څېړنې کېږي، د هغوی کورونه پلټل کېږي، په خپلسر نیول کېږي، شکنجه او نادرکه کېږي.

د افغانستان سرپرست حکومت د بنیټ څرګندونې رد کړې او دا یې له حقیقته لرې ګڼلې دي.

د بهرنیو چارو وزارت ویلي، حکومت د ملګرو ملتونو په چوکاټ کې د بشر حقونو او بشري وضعيت د څار لپاره ګومارل شوو ادارو او اشخاصو ته د بې‌پرې څېړنو او واقعيت موندنو لپاره هر ډول اړينې اسانتياوې برابرې کړې دي او په دې برخه کې اړينه همکاري ورسره کوي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.