ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پاکستان، چین او روسیې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو پرېکړه‌لیک ته ممتنع رایه ورکړه

پاکستان، چین او روسیې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو پرېکړه‌لیک ته ممتنع رایه ورکړه

author avatar
12 Nov 2022 - 01:58
پاکستان، چین او روسیې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو پرېکړه‌لیک ته ممتنع رایه ورکړه
author avatar
12 Nov 2022 - 01:58

اټلانټا (پژواک، ۲۰ لړم ۱۴۰۱): پاکستان، چین او روسیې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ ځانګړې غونډې پرېکړه‌لیک ته رایه ورنه کړه.

د افغانستان په اړه دا ځانګړې غونډه پرون په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د ۷۶یمې کلنۍ غونډې په څنډه کې جوړه شوې وه.

په نیویارک کې د ملګرو ملتونو له مطبوعاتي دفتره د لړم په ۲۰مه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دې ناستې په پای کې یوه پرېکړه‌لیک خپور شو چې په کې د افغانستان له سرپرست حکومته غوښتل شوي وو چې د نجونو او ښځو بشري حقونو او ازادیو محدودکوونکې تګلارې او مقررات لغوه کړي.

سرچینې زیاته کړې، دغه پرېکړه‌لیک ته د ملګرو ملتونو ۱۱۶ غړو هېوادونو مثبته رایه ورکړه، هیڅ یو هېواد دغه پرېکړه‌لیک ته مخالفه رایه ورنه کړه.

خو په خبرپاڼه کې راغلي چې د روسیې، چین او پاکستان په ګډون لسو هېوادونو ممتنع رایه ورکړه. دغه پرېکړه‌لیک قانوناً الزامي نه دی، خو له اخلاقي پلوه خپل وزن لري.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.