کابل (پژواک، ۲۳ لړم ۱۴۰۱): د امريکا په ويرجينيا پوهنتون کې تېره ورځ ناوخته د ډزو په پایله کې درې کسان وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.
د امريکا باسټن نيوز د سيايناين د راپور له مخې ليکلي چې دغه څرګندونې د ياد پوهنتون مشر جیمریان کړې او زياته کړې يې ده چې پوليس لا هم د شکمن کس په لټه کې دي.
سرچینه زياتوي، ټپيان روغتون ته وړل شوي او تر درملنې لاندې دي.
په راپور کې راغلي، د پوهنتون مشر د یکشنبې په ورځ ناوخته وروسته تر هغې چې د ياد پوهنتون په انګړ کې د «کولبرث پر سړک» د ډزو غږ واورېد، نو محصلينو ته خبر ورکړل شو چې پوهنتون ته وسلهوال کس ننوتی او دوی بايد خپل ځانونه خوندي ځايونو ته ورسوي.
د یاد پوهنتون پوليسو ويلي، د ايالتي پوليسو په ګډون د هغه وسلهوال په لټه کې دي چې «وسلهوال او خطرناک» ښودل شوی او لا هم د تېښتې په حال کې دی.
د پوهنتون مشر ويلي، دا خبر د ده لپاره ډېر دردوونکی و چې د يادې پېښې له امله درسي ټولګي لغوه شوي او محصلين له زدهکړو پاتې دي.
Views: 80
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن