ژبه

پنټاګون: امریکا له ایران سره جګړه کې تر اوسه ۲۵ میلیارد ډالر لګولي

توسط سهراب سروري

اپریل 30, 2026 - 12:38 pm

Views: 41

کابل (پژواک، ۱۰ غویی ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، د پنټاګون یوه لوړپوړي چارواکي د امریکا کانګرېس په غونډه کې ویلي چې امریکا له ایران سره جګړه کې تر اوسه ۲۵ میلیارد ډالر لګولي دي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د امریکا کانګرېس په هغه غونډه کې چې د پوځي بودجې د زیاتوالي لپاره د ډونالډ ټرمپ له غوښتنې د دفاع په موخه جوړه شوې وه، د کانګرېس د دفاعي کمېټې ډیموکرات غړي ادم سمېت وپوښتل چې امریکا له ایران سره جګړه کې تر اوسه څومره لګښت کړی؟

د راپور له مخې، د پنټاګون مالي څارونکي جولز هرست د دې پوښتنې په ځواب کې ویلي چې شاوخوا ۲۵ میلیارد ډالر لګښت شوی او د دې پیسو ډېره برخه د مهماتو پر برابرولو لګېدلې ده.

رویټرز لیکلي چې ادم سمېت وروسته ویلي: «خوښ یم چې دې پوښتنې ته مو ځواب ورکړ؛ ځکه له ډېرې مودې راهیسې موږ دا پوښتنه کوله او هېچا موږ ته دا شمېره نه وه راکړې.»

جولز هرست د دې لګښت په اړه نور جزئیات نه دي ورکړي او دا یې هم نه ده روښانه کړې چې ایا په دې کې په منځني ختیځ کې د امریکا د هغو اډو د زیربناوو د بیارغونې او ترمیم اټکل شوي لګښتونه هم شامل دي که نه چې په دې جګړه کې زیانمنې شوې دي.

له بلې خوا، د امریکا د جګړې وزیر پیټ هېګسټ هم په دې غونډه کې ویلي چې دغه لګښت د امریکا هغه هدف ته په کتو توجیه کېدونکی دی چې غواړي ډاډ ترلاسه کړي ایران اټومي وسلو ته لاسرسی نه‌شي موندلی.

د یادونې ده چې دا لومړنۍ رسمي شمېره ده چې امریکایي چارواکو له ایران سره د جګړې د لګښتونو په اړه وړاندې کړې ده.