کابل (پژواک، ۲۴ لړم ۱۴۰۱): د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد وایي، د کندهار په سپین بولدک کې د نامعلوم کس له لوري پر پاکستاني امنیتي کسانو د ډزو پېښې د څېړلو او عاملینو پیدا کولو لپاره یوه لوړپوړي پلاوي پلټنې پیل کړې دي.
تېره ورځ راپورونه خپاره شول چې د کندهار په سپين بولدک کې افغان او پاکستاني ځواکونو پر یو او بل ډزې کړې او وروسته د سپین بولدک- چمن لار تړل شوې ده.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې دوې ورځې مخکې د کندهار ولایت له سپین بولدک څخه چمن ته پر ورتلونکې لاره د نامعلوم کس له لوري پر پاکستاني امنیتي کسانو ډزې شوې دي چې له امله یې یو پاکستانی عکسر وژل شوی دی.
سرچینې لیکلي: «د افغانستان اسلامي امارت په یاده پېښه خواشیني څرګندوي او د پېښې د څېړلو او عاملینو د پیدا کولو لپاره یو لوړپوړی پلاوی ګومارل شوی او پلټنې یې پیل کړې دي.»
مجاهد وایي، د افغانستان امنیتي ارګانونه کوښښ کوي چې د بیا لپاره د دا ډول پېښو مخنيوي ته جدي پاملرنه وکړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP