[restrict paid=”true”]
اټلانټا (پژواک، ۲۵ لړم ۱۴۰۱): د روسیې په پلازمېنه مسکو کې د ایران، هند او روسیې استازو د افغانستان په اړه ځانګړې غونډه کړې ده.
ایراني رسنیو خبر ورکړی چې دا غونډه د افغانستان په تړاو د مسکو فارمټ ناستې په څنډه کې شوې چې په کې د درې واړو هېوادونو استازو ګډون کړی و.
بلخوا د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي د لړم په ۲۵مه په ټویټر کې لیکلي چې یاده ناسته د افغانستان په اړه د سیمهییزې همغږۍ لپاره ډېر مهم اقدام و.
هغه زیاته کړې، د افغانستان په تړاو دواړو ناستو کې د دغه هېواد پر ثبات، امنیت او د یوه داسې ټولګډون حکومت پر اړتیا ټینګار وشو چې په کې ټولو قومونو ته ونډه ورکړل شوې وي.
قمي ویلي، په دې ناستو کې دغه راز له افغانستان سره پر بشري مرستو، هلته له ترهګرۍ سره پر مبارزې او له سرپرست حکومت سره پر دوامدارو مذاکراتو ټینګار شوی دی.
[/restrict]
Views: 55
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن