کندهار (پژواک، ۲۶ لړم ۱۴۰۱): د کندهار په اطلاعاتو او کلتور ریاست کې د خبریالانو، د اطلاعاتو او کلتور د رییس، د ولایت مقام د ویاند او ځینو نورو ادارو د مطبوعاتي مسوولینو ترمنځ د همغږۍ ناسته وشوه.
په دې ناسته کې خبریالانو خپلې ستونزې، وړاندیزونه او غوښتنې شریکې کړې او اطلاعاتو ته پر لاسرسي یې ټينګار وکړ.
په کندهار کې د خبریالانو خوندیتوب کمېټې مسوول احمد لودین وویل، اوسمهال که څه هم اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې یو څه پرمختګ شوی، خو لا هم ستونزې شته چې باید هغه حل شي.
هغه زیاته کړه: «خبریالان اوسمهال هم معلوماتو د لاسرسي په برخه کې ستونزې لري او دا یې غوښتنه ده چې پر وخت معلومات ورسره شریک شي.»
خبریالانو دغهراز بله موضوع د امنیتي کسانو له خوا ورسره د بد چلند یاده کړه چې کله یو خبریال پر ټولنیزو رسنیو کومه انتقادي موضوع خپروي، د امنیتي کسانو له خوا پرې چاپه اچول کېږي او وړل کېږي.
د کندهار د تبسم راډیو مسوول صدیقالله افغان وویل، کله چې یو خبریال پر ټولنیزو رسنیو کومه انتقادي موضوع خپروي، باید دغه موضوع د هغه له ادارې او یا د خبریالانو له ټولنو سره شریکه شي، نه دا چې پر خبریال چاپه واچول شي او ونیول شي.
ده زیاته کړه، که پر انتقادي راپورونو د خبریالانو بندي کېدل دوام پیدا کړي، نو دا به د خلکو غبرګونونه وپاروي.
هغه وویل: «کله چې یو خبریال یا د راډیو کارکوونکی یوه تخطي کوي، هغه باید د خبریالانو له ادارو یا ټولنو سره شریک شي، نه دا چې پر هغه چاپه ووهل شي او بیا د څو ورځو لپاره بندي کړل شي؛ ځکه دا کار بېلابېل منفي غبرګونونه راپاروي.»
خبریالانو او د سیمهییزو رسنیو مسوولینو دغهراز وویل چې د رسنيزو سرغړونو کمېسيون جوړول هم اړين دي، له مرکزه راغلو لوړپوړو مسوولينو سره د ليدنو فرصتونه بايد برابر شي، د رسنيو مالي ملاتړ لپاره بايد کار وشي او هغوی ته په هغو مالياتو او د پیسو په ورکړه کې تخفيف وشي چې دوی یې په اصولي او قانوني شکل حکومت ته ورکوي.
د غونډې په پای کې، د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي نور احمد سعید خبریالانو ته ډاډ ورکړ چې ټولې هغه ستونزې به حلوي او له اړوندو ادارو سره به یې شریکوي چې دا مهال خبریالان ورسره مخ دي.
هغه زیاته کړه، په تېرو ۱۳ میاشتو کې په هېواد کې د خبریالانو د مرګژوبلې هیڅ پېښه نه ده ثبت شوې او له خبریالانو سره همکاري هم شوې ده؛ ځکه «اسلامي امارت» د ازادو رسنیو فعالیت ته ژمن دی.
ده وویل: «موږ د رسنیو ملاتړ ته ژمن یو، د معلوماتو په ورکړه کې، له هغوی سره د مالي همکارۍ په برخه کې، خو له رسنیو او خبریالانو څخه غوښتنه لرو چې د اسلامي ارزښتونو او ملي ګټو ته په پام سره دې فعالیت وکړي.»
خبریالانو په پای کې غوښتنه وکړه چې د خبریالانو او مسوولینو ترمنځ دا ډول د همغږۍ ناستې دې زیاتې شي، څو شته ستونزو ته حل لارې ولټول شي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن