کندهار (پژواک، ۲۸ لړم ۱۴۰۱): د سپین بولدک- چمن لار له نږدې یوې اوونۍ راهیسې د تګ راتګ او سوداګرۍ پرمخ بنده ده او لا هم دواړه لوري نه دي توانېدلي چې د لارې بېرته پرانیستلو په اړه یوې هوکړې ته ورسېږي.
دغه لار تېره یکشنبه له هغه وروسته وتړل شوه چې د لارې په صفري ساحه کې افغان او پاکستاني سرتېرو پر یو بل ډزې وکړې.
د راپورونو له مخې، د دغې نښتې په پایله کې یو پاکستانی سرتېری وژل شوی او دوه نور ټپيان شوي دي.
د کندهار د سوداګرۍ خونې مرستیال انجنیر عبدالباقي بینا پژواک خبري اژانس ته وویل، د دې لارې له تړل کېدو سره هره ورځ سوداګرو ته سلګونه زره افغانۍ زیان اوړي.
ده زیاته کړه، که څه هم په دواړو غاړو کې د ولاړو موټرو شمېر معلوم نه دی، خو دې غاړې ته زیات شمېر په انارو، مڼو او سبزیجاتو بار موټرونه او نور هغه خالي موټرونه چې افغانستان ته یې توکي راوړي وو، ولاړ دي.
ده وویل: «هغه موټران چې په مېوو او سبزیجاتو بار دي هره ورځ یې هم مېوه له کاره وځي او هم نور مالیات ورباندې زیاتېږي او هغه موټران چې خالي دي، له دې خوا اوړي او یا په چمن کې ولاړ دي له هغوی څخه پر هر موټر هره ورځ له سل څخه تر دوه سوه ډالره د معطلۍ پيسې اخیستل کېږي.»
ده وویل، سوداګري باید د سیاست قرباني نه شي او باید دواړه لوري د دې لارې پر ژر خلاصولو موافقې ته ورسېږي.
د کندهار د تازه مېوې د سوداګرو اتحادیې رییس حاجي ناني اغا هم وویل، سوداګرو د لارې له بندېدو وروسته ډېر په انارو بار موټرونه تورخم او غلام خان بندر ته استولي، خو هغه لارې لرې دي او سوداګرو ته کومه خاصه ګټه نه پاتېږي.
ده زیاته کړه: «په شروع کې خو د لارې د بندېدو له امله زموږ ډېره اندازه انار خراب شول، نو بیا موږ یو څه تورخم او غلام خان بندر ته ولېږل خو پر هغه لار تجارانو ته خاص ګټه نه پاتېږي، په کار ده د سپین بولدک لاره ژر خلاصه شي.»
د سپین بولدک یو سوداګر حاجي ګلمحمد وایي، د لارې له بندېدو وروسته د ډیورنډ کرښې دواړه غاړو ته کاروبار سخت زیانمن شوی او زرګونه کسان بېروزګاره شوي دي.
ده زیاته کړه، که د لارې بندېدل نور هم دوام وکړي، د خوراکي توکو پر بیو به هم پوره منفي اغېز ولري او لوړې به شي چې دا به د عامو خلکو لپاره یو بل لوی زیان وي.
ده وویل: «یو خو اوس خلک او تجاران له لوی زیان سره مخ دي او بل که دا لار خلاصه نه شي، خوراکي شیان ورسره ګرانېږي، په دې سړه هوا کې چې بېروزګاري هم وي او شیان هم ګران وي دا به خلک له ډېرو مشکلاتو سره مخ کړي.»
د سپین بولدک یو بل سوداګر چې د پاکستان له کراچۍ او نورو سیمو څخه سوداګریز مالونه راوړي، وایي چې اوسمهال د افغانستان لوري ته ۶۰۰ او د ډیورنډ کرښې بلې غاړې ته تر زر ډېر باروړونکي موټرونه ولاړ دي.
هغه زیاته کړه، پاکستان دغهراز د افغان سوداګرو پر هغو موټرو هم بندیز لګولی چې له کراچۍ څخه یې مالونه سپین بولدک ته راوړل.
ده وویل: «پاکستان د معطلۍ په نوم زموږ د مالونو له هر موټر څخه د ورځې یو نیم سل یا دوه سوه ډالر اخلي، هر وار دا لار د دې لپاره بندېږي چې د ډیورنډ کرښې دواړه غاړو ته پښتانه تجاران تاوانیان کړي.»
د کندهار ولایت مقام ویاند حاجي زید بیا پژواک خبري اژانس ته وویل چې د لارې د بېرته خلاصولو په برخه کې تر اوسه هیڅ پرمختګ نه دی شوی.
هغه زیاته کړه: «په مرکزي کچه مسوولین سره په تماس کې دي خو د لارې د خلاصولو په اړه هیڅ پرمختګ نه دی شوی.»
د سپین بولدک- چمن لار د هېواد په سوېل کې تر ټولو لویه ټرانزیټي لار ده چې هره ورځ د زرګونو لاریو صادراتو او وارداتو ترڅنګ، پرې شاوخوا ۲۰ زره کسان تګ راتګ کوي چې ډېر مهال د پاکستان له لوري په بېلابېلو پلمو تړل کېږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP