ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امیرخان متقي کابل کې د ناروې له شارژدافیر سره د افغانستان پر مسایلو خبرې کړې دي

امیرخان متقي کابل کې د ناروې له شارژدافیر سره د افغانستان پر مسایلو خبرې کړې دي

author avatar
21 Nov 2022 - 10:05
امیرخان متقي کابل کې د ناروې له شارژدافیر سره د افغانستان پر مسایلو خبرې کړې دي
author avatar
21 Nov 2022 - 10:05

کابل (پژواک، ۳۰ لړم ۱۴۰۱): د بهرنیو چارو سرپرست مولوي امیرخان متقي او په کابل کې د ناروې شارژدافیر پال کلومان بکر په یوه لیدنه کې پر بشري مرستو، امنیت، پراختیایي همکاریو او يو لړ سياسي موضوعاتو خبرې کړې دي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په دې اړه په خپله ټویټرپاڼه کې معلومات خپاره کړي دي.

نوموړی وايي، د ناروې شارژدافیر په دې لیدنه کې ویلي چې هېواد یې د تل په څېر اوس هم له افغانستان سره اوږدمهاله اړيکو ته تیار دی او هڅې کوي چي د افغانانو لاسنیوی وکړي.

سرچینه زیاتوي، د ناروې شارژدافیر په افغانستان کي د تېر په پرتله د ښه امنیت تایید وکړ او و یې ویل چې اوس بشري مرستې تر لرو سیمو رسېږي.

همداراز نوموړي څرګنده کړې، هېواد یې له افغانستان سره د تعامل لپاره نوي ډیپلوماټان معرفي کړي چې د اړیکو په ساتلو کې به مثبت رول ترسره کړي.

په دې لیدنه کې متقي وویل، باید کوښښ وکړو چې نړۍ او افغانستان له یو بل سره نږدې کړو او ناروې په دې کار کې ښه تجربه لري او رول لوبولای شي.

ده زیاته کړه، د نوي افغان سرپرست حکومت مثبت اقدامات باید وستایل شي او مثبت ځواب ورکول شي.

نوموړی وایي: «موږ له لسیزو وروسته سرتاسري امنیت تامین کړی، د پخوا په ډول اوس د ورځې په سلهاوو افغانان په چاپو، بمباریو او جنګ کې نه وژل کېږي او نه هم بې ځایه کېږي.»

د ده په خبره، تخریبوونکې ډلې مو ځپلې او چا ته اجازه نه ورکوو چې د افغانستان له خاورې څوک وګواښي او دغه راز یې د نشه یي توکو کښت او قاچاق بند کړی او لسګونه زره په نشو روږدي کسان تر درملنې لاندې دي.

دی زیاتوي، نړۍ مسوولیت لري چې په دغو برخو کې مرستې وکړي او دغه ډول بشري موضوعات سیاسي نه کړي

هغه وویل، تاریخ ښودلې چې په افغانستان کې د فشار «اپشنونه» کارول ګټه نه لري او اوس باید یو له بل سره د همکاریو له لارې پر مخ لاړ شو.

Views: 74

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.