Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

تېر یو کال کې په هېواد کې د ۵۰ ټلویزیوني شبکو فعالیت درېدلی

کابل (پژواک، ۳۰ لړم ۱۴۰۱): د افغانستان د ازادو ژورنالېستانو ټولنې رییس وايي، د تېر یوه کال په ترڅ کې په هېواد کې د ۵۰ ټلوېزیوني شبکو فعالیت درېدلی او که نړۍواله ټولنه په هېواد کې د رسنیو اوسني وضعیت ته پاملرنه ونه کړي، راتلونکی کال به د نورو رسنیو په ځانګړې توګه ټلوېزیونونو د فعالیت درېدو شاهدان اووسي.

نن د ټلویزیون له نړۍوالې ورځې سره برابره ده، د افغانستان د ازادو ژورنالېستانو ټولنې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې په تېر یوه کال کې ۵۰ ټلویزیونونه له فعالیته لوېدلي دي.

د ټلویزیون نړۍواله ورځ په مېلادي کالیزه کې د نومبر له ۲۱مې سره برابره ده چې د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلې د نومبر ۲۱مه «د ټلویزیون نړۍوالې ورځې» په توګه ونوموله.

دغه سازمان د خپل دغه اقدام موخه د ټلویزوني پروګرامونو تبادلې ته د هېوادونو هڅونه، په ځانګړې توګه هغو پروګرامونو ته چې د سولې، ټولنیز او اقتصادي پرمختګ او د ټولنې کلتوري مسایلو د پیاوړتیا لپاره جوړېږي، بللې ده.

د افغانستان د ازادو ژورنالېستانو ټولنې نن (دوشنبه، د لړم٣٠مه) د ټلوېزيون نړۍوالې ورځې په مناسبت يوه اعلاميه خپره کړې او ويلي يې دي: «د افغانستان د ازادو خبريالانو د ټولنې موندنې ښيي چې په افغانستان کې له سياسي بدلون وروسته، د ۵۴ ټلویزیونونو فعالیت درېدلی او په مرکز او ولایتونو کې ۸۳ خصوصي، ملي او سیمه‌ییز ټلویزیونونه خپرونې لري.»

سرچينه ليکي، د ۵۴ ټلوېزيونونو د خپرونو په درېدو سره د دوی ۱۷۲۴ کارکوونکي خپلې دندې له لاسه ورکړې چې ۱۳۶۹ يې نارينه او ۳۵۵ يې ښځې دي.

د اعلاميې له مخې، ټلوېزیون د انځوریزې رسني په توګه د افغانستان د خلکو ترمنځ له ښې ځانګړنې برخمن دی ‎او د عامه پوهاوي، د ټولنې ويښولو او د خلکو ذهن جوړونې برخو کې یې مهم رول لوبولى دى.

په اعلامیه کې راغلي: «ټلویزیون په لومړي ځل له نن څخه ۴۴ کاله مخکې په افغانستان کې په رسمي ډول خپرونې پیل کړې؛ په تېرو دوو لسيزو کې ټلوېزیون په افغانستان کې د پام وړ وده کړې او د هېواد په مرکز او ولايتونو کې د خصوصي، ملي، سيمه‌ييزو او نړۍوالو ټلوېزيونونو شمېر ١٣٧ ته رسېده.»

په یاده اعلامیه کې راغلي چې دا مهال په کابل کې ۲۰ او په ولایتونو کې ۶۳ ټلوېزیونونه فعالیت کوي.

د افغانستان د ازادو ژورنالیستانو ټولنې رییس حجت‌الله مجددي پژواک ته وويل، دغه ټولني د رسنيو په تړاو خپله اندېښنه څرګنده کړې او که نړۍواله ټولنه د رسنيو وضعيت ته پاملرنه ونه کړي، له بده‌مرغه ​​راتلونکی کال کې به د نورو رسنیو په ځانګړې توګه د ټلوېزویونو د فعالیت درېدو شاهدان اووسي.

دغه‌راز د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي چې د اسلامي او ملي ارزښتونو په پامنيوي سره، د بيان ازادۍ، د ټوليزو رسنيو بشپړ ملاتړ او اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخو کې ژمن دى.

سرچينه وايي، ټلوېزيون يو له مهمو رسنيو څخه دى چې د حقايقو په انعکاس او د معلوماتو او اطلاع رسونې په برخه کې يې مهم او اساسي رول لوبولى دى او دغه رسنۍ د دولت او ملت او له دې ورهاخوا د ولسونو او نړۍ‌والې ټولنې ترمنځ د نښلوونکي پله په توګه کار کوي.

د سرچينې په وینا، دا مهال له ٣١٧ ډېرې داخلي او ١٤ بهرنۍ رسنۍ په دوامداره توګه پر کار بوختې دي او تر اوسه د ٢٠٠ بېلابېلو رسنيو تر ٧٠٠ ډېر بهرني خبريالان د واقعيتونو د انعکاس په موخه افغانستان ته راغلي دي.

د وزارت په اعلاميه کې راغلي، له بده‌مرغه يوازينۍ ستونزه چې ټولې رسنۍ ورسره مخ دي او د هغو د سقوط لامل هم شوې، اقتصادي ستونزه ده چې وزارت يې د هواري هڅه کوي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.