Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کابل کې یوه کس د یوې کورنۍ پنځه غړي وژلي دي

کابل (پژواک، ۲ لېندۍ ۱۴۰۱): د کابل امنيه قومانداني وايي، د کابل ښار د نهمې امنيتي حوزې اړوند په خواجه رواش سیمه کې یوه کس د یوې کورنۍ پنځه غړي په ډزو وژلي او یو بل یې ټپي کړی دی.

د کابل امنیه قوماندانۍ وياند خالد ځدران پژواک خبري اژانس ته وویل: «د کابل ښار د نهمې حوزې اړوند خواجه رواش سیمه کې په یوه جومات کې یوه کس د تومانچې په وسیله د یوې کورنۍ ۵ غړي شهیدان کړي او یو بل یې ټپي کړی دی.»

هغه زياتوي، د لومړنیو څېړنو له مخې، پېښه د شخصي دُښمنۍ له امله رامنځته شوې او د امنیتي ځواکونو له لوري د مجرم د نیولو هڅې روانې دي.

د یادې سیمې یوه اوسېدونکي هم پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه پېښه نن د سهار له لمانځه وروسته د جومات په دروازه کې رامنځته شوې ده.

ده وویل چې په دغه سیمه دوو کورنیو شخصي دښمني لرله او څو کاله مخکې یې ترمنځ قومي مشرانو روغه جوړه هم کړې وه، خو نن د یوه لوري کس د بل لوري پر کسانو ډزې کړې او په وژل شوو کې يو پلار او څلور زامن شامل دي.

هغه د جزییاتو له ورکولو پرته وویل چې په دغو ډزو کې څو تنه ټپیان شوي هم دي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.