Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د کندهار والي اعتراض‌کوونکو ته: په ژیړۍ کې د وژل شوي کس له قاتلانو سره به شرعي چلند وشي

کندهار (پژواک، ۸ لېندۍ ۱۴۰۱): د کندهار والي حاجي محمدیوسف وفا د ژیړۍ ولسوالۍ له هغو اعتراض‌کوونکو سره د عدالت ژمنه وکړه چې یو کس یې په شخصي دښمنۍ کې وژل شوی دی.

دغه پېښه تېره شپه د ژیړۍ ولسوالۍ په سنځري سیمه کې شوې چې پر مهال یې یو ځوان وژل شوی و او خپلوانو یې جسد نن د کندهار ولایت مقام مخې ته د اعتراض په توګه راوړی و.

د کندهار د والي ویاند حاجي زید پژواک خبري اژانس ته وویل، د وژل شوي ځوان د کورنۍ دوه نور غړي هم د تېر حکومت پر مهال د همدې کورنۍ د مدعیانو له خوا وژل شوي وو، خو قاتلان نه وو نیول شوي.

ده د پېښې په اړه وویل: «دا مدعا د تېر حکومت پر مهال شوې وه، په ژیړۍ کې دوه زیارتونه دي چې یو د یوې خوا اړوند دی او بل د بلې خوا، نو پېښه داسې شوې چې یوه زیارت ته ډېر خلک ورتلل او بل ته لږ، نو بیا د دواړو لورو ترمنځ جنجال شوی و او د هغه وخت یوه سیمه‌ییز قوماندان ته ورغلي وو، خو جوړه یې نه وه شوې او د همدغه قوماندان په لمسون یوې ډلې د دا بلې خوا دوه تنه وژلي وو.»

دی وایي، د «امارت» په راتګ دا موضوع یو ځل بیا راپور ته شوې وه، خو روغه یې لا نه وه شوې او تېره شپه یې یو ځل بیا د پخوانۍ دښمنۍ له امله شخړه کړې او یو کس په کې وژل شوی دی.

ده وویل، د قاتلانو له ډلې پنځه کسان نیول شوي او د نورو د نیولو هڅې هم روانې دي.

نوموړي زیاته کړه: «د دغو کسانو له مدعیانو څخه پنځه تنه نیول شوي، والي له اعتراض کوونکو سره وعده وکړه چې پاته کسان به هم نیول کېږي او په دغه تړاو یې د ژیړۍ امنیتي مسوولینو ته قاطع او جدي هدایت وکړ چې نور کسان ونیسي.»

د ژیړۍ ولسوالۍ اوسېدونکي هم وایي، دغه کسان په دغې ولسوالۍ کې ځانونه د دوو زیارتونو «اغاګان» بولي او ستونزه هم له پخوا څخه پر همدې موضوع وه چې یوه زیارت ته لږ او بل ته ډېر خلک ورتلل.

د ژیړۍ یوه اوسېدونکي امیر محمد پژواک ته وویل: «دغه خلک ځانونه اغاګان بولي، نور يې موږ هم نه پېژنو، پخوا یې هم شخړې کړې وې، یوې ډلې دا بلې ته ویل چې تاسې خلک تېر باسئ څو زموږ زیارت ته رانه شي.»

تېره یکشنبه هم د کندهار ښار د لسمې او څوارلسمې حوزو ترمنځ د لرګیو په ګنج کې د یوه ځوان جسد موندل شوی و چې په خفه وژل شوی و.

د دغه کس کورنۍ او د وژنې لامل لا هم تر اوسه نه دی معلوم شوی، خو چارواکو ویلي چې د پېښې انګېزه شخصي ده او په اړه یې پلټنې روانې دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.