منځپانګې ته تلل
پنجشنبه ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۳۷ غ.و
۱۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

د افغانستان د شنونکو شبکه: په بریتانیا کې له ‌دایمي اقامت پرته افغانان له ناامنۍ سره مخ دي

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۶۶ کتنې
Passengers evacuated from Afghanistan disembark from a British Royal Air Force (RAF) Airbus KC2 Voyager aircraft, after landing at RAF Brize Norton station in southern England on August 24, 2021. Britain said on August 23 it would urge the United States to extend an end-of-the-month deadline for evacuations from Afghanistan, while the Taliban warned any delay would lead to "consequences". Britain has so far evacuated 5,725 people from Kabul since August 13, including more than 3,100 Afghan individuals and their families, according to the defence ministry, and is pushing for longer to get out everybody who qualifies. (Photo by Justin TALLIS / AFP)

کابل (پژواک، ۲۱ وری ۱۴۰۵):د افغانستان د شنونکو شبکه وايي چې هغه افغانان چې په بریتانیا کې دایمي اقامت نه لري، د دغه هېواد د مهاجرتي سیاستونو د سختېدو له امله له اوږدمهالې ناامنۍ او جدي ستونزو سره مخ دي.

دې شبکې پرون په یوه تحلیلي راپور کې ویلي چې ډېری دغه افغانان، سره له دې چې په وروستیو کلونو کې یې د مهاجرت اسناد ترلاسه کړي، ښايي د هغو نویو پالیسیو له مخې چې د ۲۰۲۵ کال په نومبر کې وړاندیز شوي، د دایمي اقامت د ترلاسه کولو لپاره لا ډېر وخت انتظار وباسي.

په راپور کې راغلي چې دا پالیسي‌ګانې د دې لپاره طرحه شوي چې بریتانیا ته د کډوالو د داخلېدو مخه ونیول شي.

راپور زیاتوي چې زرګونه افغانان، چې د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه یې رد شوي، په نامعلوم وضعیت کې پاتې دي؛ نه د کار اجازه لري او نه هم د بریتانیا حکومت کولای شي هغوی بېرته وشړي.

د راپور له مخې، د ۲۰۲۵ کال په نومبر کې د بریتانیا حکومت د خپل مهاجرتي سیستم لپاره بنسټیز بدلونونه وړاندیز کړي چې د تابعیت ترلاسه کولو بهیر به اوږد او پېچلی کړي.

د افغانستان د شنونکو شبکې ویلي چې دا راپور د ۲۰۲۵ کال د سپتمبر او د ۲۰۲۶ کال د فبرورۍ ترمنځ د ترسره شویو ۱۳ مرکو پر بنسټ چمتو شوی دی؛ چې له دې ډلې اته مرکې له هغو افغانانو سره شوې چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې بریتانیا ته تللي او پنځه مرکې د مهاجرت له وکیلانو او هغو کسانو سره دي چې له تازه ورسېدلو افغانانو سره کار کوي. همداراز، په راپور کې د پالیسیو او موجودو معلوماتو ارزونه هم شامله ده.

دا په داسې حال کې ده چې د بریتانیا حکومت د روان کال په مارچ میاشت کې د افغانستان، کامرون، میانمار او سوډان د اتباعو لپاره د تحصیلي ویزو صادرول هم درولي دي.