مهترلام (پژواک، ۱۶ لېندۍ ۱۴۰۱): د لغمان پوهنې ریاست مسوولین وایي چې د دغه ولایت په الینګار او الیشنګ ولسوالیو کې د ١٣ ميليون افغانيو په لګښت د ۱۲ ښوونځيو ودانۍ ترمیم شوې.
د لغمان د پوهنې ریاست ویاند شاهولي نقشبندي پژواک خبري اژانس ته وویل چې په تېرو درېيو مياشتو کې په اليشنګ کې یو او په الینګار ولسوالۍ کې ١١ ښوونځي بياورغول شول.
دى وايي چې د دغو ښوونځيو د بيارغونې یاد لګښت د سره صليب نړۍوالې کمېټې له خوا ورکړل شوی دی.
د الینګار ولسوالۍ اړوند د شیخ محمدحسین د هلکانو لېسې امر میرویس نیازي پژواک ته وويل چې په دغه ولايت کې د ګڼ شمېر نورو ښوونځيو ودانۍ هم ترمیم ته اړتیا لري.
هغه وايي، په دې ولسوالۍ کې چې د کومو ښوونځيو بيارغونه شوې، د تېرو جګړو پر مهال زيانمن شوي وو.
د يادونې ده، په تېرو جګړو کې ښکېلو لورو د ښوونځي ترڅنګ له نورو عامه تاسيساتو هم د جګړې د سنګر په توګه استفاده کوله.
Views: 57
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن