Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کابل کې ۱۴ کسان د غلا، قمار او لوټ په تور نیول شوي

کابل کې ۱۴ کسان د غلا، قمار او لوټ په تور نیول شوي

author avatar
10 Dec 2022 - 11:45
کابل کې ۱۴ کسان د غلا، قمار او لوټ په تور نیول شوي
author avatar
10 Dec 2022 - 11:45

کابل (پژواک، ۱۰ لېندۍ ۱۴۰۱): د کابل امنیه قومانداني وايي، د کابل ښار د اتمې امنیتي حوزې په ساحه کې يې ۱۴ کسان د غلا، قمار او لوټ په تور نیولي دي.

د یادې قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ نن رسنیو ته په استولي پیغام کې ویلي چې د کابل ښار د اتمې حوزې پوليسو يوه شپږ کسيزه، پنځه کسيزه او درې کسيزه ډله د غلا، قمار او لوټ په تور ونیوله.

دی وايي، نیول شوو کسانو پر خپلو جرمونو اعتراف کړی او دوسيې يې اړوند ارګان ته لېږدول شوې دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.