کابل (پژواک، ۱۰ لېندۍ ۱۴۰۱): د افغانستان کرکټ بورډ وايي، له ۱۹ کلونو د کم عمره ځوانانو کرکټ لوبډله جوړوي.
د دغه بورډ ویاند فرید هوتک پژواک خبري اژانس ته وویل، د روان کال د نومبر میاشتې په ۲۴مه یې له ۱۹ کلونو د کم عمره ځوانانو ملي لوبډلې جوړولو لپاره د ازموینې اخیستلو نېټه اعلان کړې وه.
دی وايي، په دې تړاو د بند امیر، امو او بُست لوبډلو له لوبغاړو وار له مخه ازموينه اخیستل شوې او د پلان له مخې به د همدې میاشتې په ۱۲ او ۱۳ نېټو له مس عینک او د همدې میاشتې په ۱۵ او ۱۶ نېټو د سپین غر زون له لوبغاړو هم ازموينه واخیستل شي.
هغه زیاته کړه چې دا ځل د حقدارو لوبغاړو غوره کولو او د دغې پروسې د روڼتیا په موخه څو کسیزه کمېټه ټاکل شوې ده چې پکې د بېلابېلو څانګو د غړو او مسوولانو ترڅنګ د فساد ضد کمېټې استازي هم شامل دي.
د کرکټ بورډ اړوند د کورني کرکټ څانګې مشر نظیم جار عبدالرحیمزی- چې د لوبډلې جوړولو د ټاکل شوې کمېټې غړی دی- ازادۍ راډیو ته ویلي چې د دغې پروسې روڼتیا ته ډېر پام کېږي.
دی وايي: «د عمر ښه معلومولو په پار د هر لوبغاړي تذکره کتل کېږي او د موظف ډاکتر له لوري په ظاهري بڼه هم د ځانګړو تکتیکونو پر اساس د لوبغاړو معاینه کېږي.»
د یادونې ده، په ۲۰۱۸ زېږدیز کال د مالیزیا په کولالمپور ښار کې په لومړي ځل له ۱۹ کلونو د کم عمره ځوانانو لوبډلې اتلولي خپله کړې وه او افغانستان د اسيا جام سیالیو په پایلوبه کې پاکستان ته په ستر توپیر ماتې ورکړې وه.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP