Language

بادغیس کې د پاڼ لوېدو پېښه؛ د یوې کورنۍ پنځه کسان مړه او دوه نور ټپیان شوي

کابل (پژواک، ۵ غویی ۱۴۰۵): د بادغیس ولایت مقام وایي چې د دغه ولایت په مرکز کې پر یوه کور د یوه پاڼ رالوېدو پېښه کې پنځو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او دوه نور ټپیان شوي دي.

د بادغیس ولایت مقام خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پېښه بیګا شپه د مرکز قلعه‌نو په باغکي سیمه کې شوې ده.

سرچینه زیاتوي چې دغه پاڼ پر دوو استوګنیزو خونو را ښویېدلی او له امله یې ‎د یوې کورنۍ پنځو ښځو چې ټولې د قران‌کریم حافظانې وې، ژوند له لاسه ورکړی او دوه نور کسان ټپيان شوي دي.