اټلانټا (پژواک، ۲۲ لېندۍ ۱۴۰۱): داعش ډلې د کابل پر یوه هوټل د هغه پروني برید مسوولیت پر غاړه اخیستی چې د ایمرجنسي روغتون د معلوماتو له مخې، درې کسان پکې وژل شوي او ۲۱ نور ټپیان دي.
دغه برید پرون له غرمې وروسته شاوخوا دوهنیمې بجې د شهرنو حاجي یعقوب او انصاري څلورلارو ترمنځ سیمه کې پر هغې ودانۍ شوی و چې چینایان پکې اوسېدل.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد پرون ویلي وو، درې بریدګر د امنیتي ځواکونو له خوا ووژل شول او یوازې دوه بهرني مېلمانه هغه مهال ټپیان شول چې له لوړ پوړ څخه یې ځانونه غورځولي وو.
خو د ایمرجنسي روغتون په خپل ټويټر کې څرګنده کړې چې له دغه برید څخه دوی ته ۳ مړي او ۲۱ ټپیان ور وړل شوي دي.
بلخوا، داعش ډلې په یوه خبرپاڼه او ویډیو کې د یاد برید مسوولیت پر غاړه اخیستی دی. د یادې ډلې له خوا په یوه خپره شوې ویډیو کې دوه ځوانان لیدل کېږي چې عمرونه یې د ۱۸ او ۲۰ کلونو ترمنځ ښکاري او په فارسي ژبه خبرې کوي.
د داعش ډلې له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې یو برید ګر پر چینایانو ډزې وکړې او بل کس یې پر حکومتي ساتونکو برید وکړ چې د دوی د له منځه وړلو هڅه یې کوله.
یادې ډلې ادعا کړې چې په دغه برید کې یې تر ۳۰ پورې بهرنیانو او داخلیانو ته یې مرګژوبله اړولې ده.
دغه بريد داسې مهال شوی چې وړمه ورځ په کابل کې د چين سفير د بهرنيو چارو له مرستیال وزیر شېرمحمد عباس ستانکزي سره په کتنه کې له سرپرست حکومته غوښتي و چې د دغه هېواد سفارت امنيت ته پاملرنه لا زياته کړي.
ستانکزي ويلي و چې په افغانستان کې د بهرنيو سیاسي استازو د امنیت تأمین د اسلامي امارت لومړیتوب دی.
Views: 3128
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن