کابل (پژواک، ۲۱ لېندۍ ۱۴۰۱): یو شمېر ډاکتران له خلکو غواړي چې د انتيبیوټیک درملو له ډېرې او په خپلسرې توګه کارونې څخه ډډه وکړي؛ ځکه د بدن د مقاومت راټیټېدو لامل ګرځي.
دوی وايي چې انتيبیوټیک یوازې د باکتریايي انتاناتو پر وړاندې عمل کوي، د میکروب ضد درمل، ویروسونو او کووېډ-۱۹ ناروغۍ درملنه نه کوي.
د کابل په انتاني روغتون کې متخصص ټرېنر ډاکتر فریدالله عمري وايي، انتيبیوټیک هغه درمل دي چې باکتریاوې له منځه وړي او یا یې د ودې د چټکوالي مخه نیسي. انتيبیوټیکونه د قوي درملو له ډلې دي او د باکتریاو له امله رامنځته شوو ناروغیو د درملنې لپاره کارول کېږي.
خو هغه د یادو درملو پر ډېرې او خپلسرې نه کارونې ټینګار کوي او زیاتوي چې ځیني خلک دغه درمل ډېر او پخپل سر کاروي.
نوموړي زیاته کړه، ځیني ډاکټران غیرمسلکي عمل او هر ناروغ ته د انتيبیوټیک سپارښتنه کوي، پرته له دې چې فکر وکړي دغه درمل ناروغ ته څومره زیانمن دي او جانبي عوارض لري.
ډاکټر عمري وویل، انتيبیوټیکونه د باکتریاوو پر وړاندې اغېزناک دي خو نامناسب کارول یې د انتانونو مقاومت لا ډېروي.
سرچینې زیاته کړه: «انتيبیوټیکونه پر باکتریاوو سربېره پر ځینو پرازیټونو هم اغېز لري، خو خپله انتيبیوټیک پر کرونا ویروس هیڅ اغېز نه کوي؛ نه یوازې پر کرونا، بلکې پر هېڅ بل ویروس هم اغېز نه لري، د انتيبیوټیک په کارولو سره د ناروغ معافیت نور هم کمېږي.»
هغه خلکو ته سپارښتنه وکړه چې په خپلسر او ډېره اندازه د انتيبیوټیک درملو له کارولو ډډه او د ناروغۍ پرمهال ډاکټر ته مراجعه وکړي.
په ورته مهال، د کابل په افغان – جاپان روغتون کې د کیفیت کنټرول مسوول او د کووېډ-۱۹ ټرېنر ډاکټر حشمتالله فیضي وویل: «په خپلسري ډول د انتيبیوټیک درملو کارول د دې لامل کېږي چې د انتيبیوټیک پر وړاندې د بدن مقاومت نور هم لوړ شي او بالاخره که چېرته اړتیا پیدا شي بیا موږ ناروغ ته انتيبیوټیک ورکوو، خو د شخص بدن د دغو درملو پر وړاندې مقاومت ښیي او همغه میکروب چې باید د انتيبیوټیک په وسیله له منځه لاړ شي، له منځه نه ځي.»
د هغه په خبره، ویروسونه د ویروس ضد درملو ته اړتیا لري، نه انتيبیوټیک ته؛ ځیني مهال ویروس د بدن مقاومت د ټیټېدو لامل ګرځي، نو په دې صورت کې هغوی ناروغانو ته د انتيبیوټیکونو سپارښتنه کوي څو وقایه یې وشي او ناروغي یې سخته نه شي.
ډاکتر فیضي هم سپارښته وکړه چې ناروغان باید په خپلسر انتيبیوټیک ونه کاروي.
دغهراز په کابل ښار کې د وهاج خصوصي روغتون رییس ډاکټر محمدهاشم وهاج د یادو دوو متخصصینو د خبرو په تایید سره وویل، انتيبیوټیک پر دې سربېره چې د بدن معافیت کموي، پر کرونا ویروس هم اغېز نه لري.
هغه په خپلسر او زیاته اندازه د انتيبیوټیک درملو پر نه کارولو ټینګار وکړ او ویې ویل: «له بدهمرغه په افغانستان په ډېره اندازه انتيبیوټیک کارول کېږي چې داسې باید ونه شي.»
ډاکټر وهاج خلکو ته داسې سپارښتنه وکړه: «په هیڅ صورت د خپل معالج ډاکټر له مشورې پرته درمل مه اخلئ، په ځانګړې توګه انتيبیوټیکونه چې د بدن مقاومت ټیټوي.»
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د روغتیا نړۍوال سازمان دفتر «د میکروب ضد انتيبیوټیک درملو په اړه د پوهاوي نړۍوالې اونۍ» په مناسب پر خپله فیسبوکپاڼه لیکلي، د میکروب ضد درمل د کووېډـ۱۹ ویروس په ګډون، د نورو ویروسونو وقایه یا درملنه نه کوي.
په دغه مطلب کې راغلي: «د میکروب ضد درمل یوازې د باکتریایي انتاناتو پر وړاندې عمل کوي؛ له میکروب ضد درملو نامناسبه استفاده د هغو پر وړاندې د بدن د مقاومت خطر زیاتوي چې ټول د خفیفو انتاناتو له ګواښ سره مخ کوي.»
سرچینې لیکلي، انتيبیوټیکونه یوازې د باکتریایي انتاناتو پر وړاندې عمل کوی. له هغه نامناسبه استفاده د انتيبیوټیک درملو پر وړاندې د بدن مقاومت ډېروي.
دغهراز یوې بلې انټرنټي پاڼې د «د انټيبیوټیکونو پر ډېرې کارونې د کرونا ناروغۍ د خپرېدو اغیز څېړنې» تر عنوان لاندې خپاره کړي مطلب کې ویلي:«د کرونا خپرېدل د دې لامل شوی هغه کسان چې د ناروغۍ کمزورې نښې لري، روغتیايي مرکزونو ته مراجعه ونکړي او په خپله دې د ځان درملنه پيل کړي چې دغه کار د انټيبیوټیک د مقاومت بحران د شدت لامل ګرځي.»
Views: 19
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن