ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ملګري ملتونه: افغانستان دې پاکستان ته د ترهګرۍ ګواښ مخه ونیسي

ملګري ملتونه: افغانستان دې پاکستان ته د ترهګرۍ ګواښ مخه ونیسي

author avatar
20 Dec 2022 - 06:10
ملګري ملتونه: افغانستان دې پاکستان ته د ترهګرۍ ګواښ مخه ونیسي
author avatar
20 Dec 2022 - 06:10

[restrict paid=”true”]

اټلانټا (پژواک، ۲۹ لیندۍ ۱۴۰۱): د ملګرو ملتونو سرمنشي د افغانستان له سرپرست حکومته غوښتي څو د هغو ترهګرو ډلو مخه ونیسي چې پاکستان ته ګواښ پېښوي، خو افغان چارواکو ويلي چې په افغانستان کې هیڅ ترهګر شتون نه لري او نه هم چا ته اجازه ورکوي چې د افغانستان خاوره د بل هېواد پر ضد وکاروي.

په نیویارک کې د ملګرو ملتونو له دفتره د لېندۍ په ۲۹مه خپرې شوې یوه خبرپاڼه کې راغلي چې عمومي سرمنشي انټوني ګوټریش دا څرګندونې په خپل کلني خبري کنفرانس کې وکړې.

هغه په یاد کنفرانس کې د نورو موضوعاتو ترڅنګ په افغانستان او پاکستان کې پر امنیتي موضوعاتو او پېښو هم خبرې کړې دي.

ګوټریش د تحریک طالبان پاکستان د مخ پر زیاتېدونکو بریدونو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي، نړۍواله ټولنه د افغانستان له سرپرست حکومته غواړي چې د هغو ترهګرو ډلو فعالیتونو مخنیوی وکړي چې ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړې توګه پاکستان ته ګواښ رامنځته کوي.

هغه زیاته کړې: «موږ د طالبانو له چارواکو سره پر خبرو بوخت یو او ترې غواړو چې د ترهګرو ډلو د فعالیتونو مخه ونیسي.»

د ملګرو ملتونو سرمنشي ویلي، نړۍواله ټولنه د افغانستان له اوسنیو واکمنانو غواړي چې خپلې ژمنې عملي کړي او په واک کې ټولو ډلو ته ځای ورکړي.

هغه دغه راز له افغان چارواکو غوښتي چې د نجونو او ښځو حقونو ته درناوی ولري، ښځو ته دې د کار او نجونو ته دې د تعلیم زمینه برابره کړي.

د یادونې ده، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري څو ورځې مخکې امریکا ته د سفر پر مهال په نیویارک کې یو ځل بیا ویلي وو چې د تحریک طالبان پاکستان وسله‌وال په افغانستان کې پټ دي او پر پاکستان بریدونه کوي.

له دې مخکې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف هم دا ډول ادعا کړې وه خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت دا ادعاوې په کلکه رد کړې وې.

د بهرنیو  چارو وزارت ویلي وو چې په افغانستان کې هيڅ ترهګر شتون نه لري او نه هم چا ته اجازه ورکوي چې د افغانستان خاوره د بل هېواد پر ضد وکاروي.

[/restrict]

Views: 109

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.