کابل (پژواک، ۲ مرغومی ۱۴۰۱): اوو سترو صنعتي هېوادونو په ګډه اعلامیه کې د افغانستان له سرپرست حکومته غوښتي چې د نجونو زدهکړو ځنډولو پرېکړه دې بېرته واخلي.
د افغانستان لوړو زدهکړو وزارت د ليندۍ په ۲۹مه اعلان وکړ چې په هېواد کې د نجونو لوړې زدهکړې تر بل امر پورې ځنډول شوې دي.
د وزارت په خبرتیا کې راغلي: «د هېواد ټولو دولتي او خصوصي پوهنتونونو ته خبر ورکول کېږي چې د ۱۴۴۳ هجري قمري کال د کابینې ۲۸مې ګڼې مصوبې پرېکړې له مخې، د اناثو تحصیل هم تر امر ثاني پورې معطل شو.»
دا په داسې حال کې ده چې د نجونو ښوونځیو له شپږم ټولګيو فعالیت د روان ښوونیز کال له پیله ځنډول شوی دی.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP