کابل (پژواک، ۲ مرغومی ۱۴۰۱): اوو سترو صنعتي هېوادونو په ګډه اعلامیه کې د افغانستان له سرپرست حکومته غوښتي چې د نجونو زدهکړو ځنډولو پرېکړه دې بېرته واخلي.
د افغانستان لوړو زدهکړو وزارت د ليندۍ په ۲۹مه اعلان وکړ چې په هېواد کې د نجونو لوړې زدهکړې تر بل امر پورې ځنډول شوې دي.
د وزارت په خبرتیا کې راغلي: «د هېواد ټولو دولتي او خصوصي پوهنتونونو ته خبر ورکول کېږي چې د ۱۴۴۳ هجري قمري کال د کابینې ۲۸مې ګڼې مصوبې پرېکړې له مخې، د اناثو تحصیل هم تر امر ثاني پورې معطل شو.»
دا په داسې حال کې ده چې د نجونو ښوونځیو له شپږم ټولګيو فعالیت د روان ښوونیز کال له پیله ځنډول شوی دی.
د سرپرست حکومت دغه کړنې له غبرګونونو سره مخ شوې دي.
د اوو سترو صنعتي هېوادونو ټولنې «جي اوه» د بهرنیو چارو وزیرانو په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د نجونو د لوړو زدهکړو ځنډولو په اړه د افغانستان سرپرست حکومت پرېکړه ښايي «بشر ضد جنایت» وګڼل شي.
د بریتانیا، کاناډا، ایټالیې، فرانسې، جرمني، جاپان او متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیرانو تېره ورځ له پرلیکه خبرو وروسته په ګډه اعلامیه کې ویلي: «د طالبانو سیاستونه چې له عامه ژوندانه د ښځو د محوه کولو لپاره طرحه شوي، له طالبانو سره به زموږ د هېوادونو د اړیکو پر څرنګوالي اغېز وکړي.»
یادو هېوادونو د افغانستان له سرپرست حکومته غوښتي چې د نجونو لپاره د لوړو زدهکړو د ځنډولو پرېکړه بېرته واخلي.
له دې مخکې د اسلامي همکاریو، د بشري حقونو او د بښنې نړۍوالو سازمانونو، ملګرو ملتونو، قطر، متحده عربي اماراتو، سعودي عربستان، هند، استرالیا، کاناډا، فرانسې، جرمني، ایټالیا، جاپان، هالنډ، ناروې، هسپانیې، سویس، انګلیستان او امریکا بهرنیو چارو وزیرانو، او د اروپايي ټولنې لوړپوړي استازي هم د نجونو زدهکړو ځنډولو یادې پرېکړې ته غبرګون ښودلی او نیوکې یې پرې کړې دي.
دغه راز، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن په واشنګټن کې د کال وروستي خبري کنفرانس ته د خبرو پر مهال خبرداری ور کړی که د افغانستان سرپرست حکومت چارواکي د افغان نجونو او ښځو پر مخ د پوهنتونو د دروازو تړلو پرېکړه لغوه نه کړي، بیه به یې پرې کړي.
د هند د بهرنیو چارو وزارت هم دغې پرېکړې اندېښنه ښودلې او وايي چې هند تل په افغانستان کې د ښځو د زده کړې ملاتړ کړی دی.
سرچينې د ملګرو ملتونونو ۲۵۹۳ پرېکړه لیک – چې په ټولنه کې د ښځو د بشپړې، مساوي او بامفهمومې ونډې اخیستو غوښتنه کوي - ته اشاره کړې چې د ښځو په ګډون پر بشري حقونو د ټینګار ترڅنګ هغه ډېر مهم بولي چې رعایت شي.
خو د لوړو زده کړو سرپرست وزیر مولوي ندامحمد ندیم تېره شپه ملي ټلوېزیون سره د مرکې پرمهال له لوړو زده کړو څخه د اناثو د محرومولو په اړه د خپلې پرېکړې دفاع وکړه او ویې ویل، د نوي حکومت له راتګ څخه تر دې دمه یې پوهنتونونو کې د اصلاح لپاره صبر وکړ، خو دا چې دغه ستونزې حل نه شوې، نو د نجونو پر تحصیل یې د بندېز پرېکړه یې وکړه.
هغه، له محرم پرته په لیلیو کې د نجونو د استوګنې او سفر، د شرعي حجاب نه مراعاتول، په پوهنتونونو کې د ښځینه او نارینه محصلینو نه جلاوالی او په تدریسي نصاب کې د ښځو د شان خلاف د ځینو رشتو موجودیت هغه څلور عمده لاملونه یاد کړل چې په وینا يې دوی اړ شول دغه پرېکړه وکړي.
د لوړو زده کړو سرپرست وزير ویلي، دوی له افغان ښځو او زده کړو سره ستونزه نه لري، او هر کله چې دغه ستونزې حل شي نو د پوهنتونونو دروازې به بېرته خلاصي کړي.
خو هغه پر نړۍوالو غږ وکړ چې د دوی په داخلي چارو کې دې کار نه لري، دوی د خپلو خلکو لپاره قربانۍ ورکړې دي او د ولس ملاتړ ورسره دی.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










