سرپل (پژواک، ۳ مرغومی ۱۴۰۱): په سرپل کې یوې بهرنۍ موسسې د ۱۶۱ ښځو په ګډون ۱۹۹ کوچنیو متشبثینو ته څلور میلیون او ۴۳۱ زره افغانۍ وېشتلې دي.
د سرپل ولايت د صنعت او سوداګرۍ امر سيد عبدالقادر ايوبي پژواک خبري اژانس ته وويل، دغه مرسته نن د ناروې د کډوالو پلاوي (NRC) له لوري د سرپل په مرکز کې پر متشبثینو وېشل شوې ده.
ده زياته کړه: «د سرپل په مرکز کې د ١٩٩ کوچنيو سوداګرو لپاره چې ١٦١ يې ښځې دي، د کډوالو لپاره د ناروې د پلاوي له بودجې څلور ميليونه، څلور سوه او يو دېرش زره افغانۍ ووېشل شوې.»
هغه وويل، هر سوداګر ته له ٢٠ تر ٣٠ زره افغانۍ وېشل شوې څو وکولای شي د اړتيا وړ خام توکې او وسايل پرې واخلي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP