منځپانګې ته تلل
جمعه ۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۵۱ غ.م
۱۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

په سرپل کې د ۱۶۱ سوداګرو ښځو په ګډون له ۱۹۹ متشبثینو سره نغدي مرسته وشوه

· ۲ دقیقې لوستل · ۲۱۰ کتنې

سرپل (پژواک، ۳ مرغومی ۱۴۰۱): په سرپل کې یوې بهرنۍ موسسې د ۱۶۱ ښځو په ګډون ۱۹۹ کوچنیو متشبثینو ته څلور میلیون او ۴۳۱ زره افغانۍ وېشتلې دي.

د سرپل ولايت د صنعت او سوداګرۍ امر سيد عبدالقادر ايوبي پژواک خبري اژانس ته وويل، دغه مرسته نن د ناروې د کډوالو پلاوي (NRC) له لوري ‎د سرپل په مرکز کې پر متشبثینو وېشل شوې ده.

ده زياته کړه: «د سرپل په مرکز کې د ١٩٩ کوچنيو سوداګرو لپاره چې ١٦١ يې ښځې دي، د کډوالو لپاره د ناروې د پلاوي له بودجې څلور ميليونه، څلور سوه او يو دېرش زره افغانۍ ووېشل شوې.»

هغه وويل، هر سوداګر ته له ٢٠ تر ٣٠ زره افغانۍ وېشل شوې څو وکولای شي د اړتيا وړ خام توکې او وسايل پرې واخلي.

مرستې ترلاسه کوونکو د دغه پیسو په ترلاسه کولو خوښي وښوده او ویې ویل چې دا ډول مرستې د دوی لپاره لویه مرسته ده او د دوی سوداګري پیاوړې کوي.

د مرسته ترلاسه کوونکو له ډلې زهرا وویل: «نن هر کوچني سوداګر له شلو تر دېرش زره افغانۍ ترلاسه کړې، دغه مرستې کوچني کاروبارونه پیاوړي کوي او له دې سره مرسته کوي ‎کارونه یې وغوړیږي او زیاته ګټه ترلاسه کړي.»

نوموړي له متشبثینو وغوښتل چې له دې پيسو د اړتيا وړ خامو توکي او وسايلو و پیري او له دې لارې پر ځان بسياينې او مالي خپلواکۍ ته ورسیږي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ښځې