کابل (پژواک، ۵ مرغومی ۱۴۰۱): د ریاستالوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د خصوصي پوهنتونو ټولنې له رهبري پلاوي سره په لیدنه کې ویلي چې اسلامي امارت د نجونو زدهکړو مخالف نه دی، هڅه کوي رامنځته شوی ځنډ ژر له منځه ولاړ شي.
د لوړو زدهکړو وزارت د لېندۍ په ۲۹مه وویل چې په هېواد کې د نجونو لوړې زدهکړې تر بل امر پورې ځنډول شوې دي. دغه پرېکړه په ملي او نړۍواله کچه له غبرګونونو سره مخ شوه.
دا په داسې حال کې ده چې د نجونو ښوونځیو له شپږم پورته ټولګیو فعالیت د روان ښوونیز کال له پیله ځنډول شوی دی.
د حکومت د رسنیو مرکز په خبرپاڼه کې راغلي چې د ریاستالوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر تېره ورځ د قاضي ګلالرحمن په مشرۍ د افغانستان خصوصي پوهنتونونو ټولنې له رهبري پلاوي سره وکتل.
سرچینې لیکلي، په دې کتنه کې د یادې ټولنې مشرتابه په افغانستان کې د واقعي اسلامي نظام ټینګښت د افغانانو غوښتنه یاده کړه، ویې ویل چې د اسلامي نظام د استحکام او ثبات لپاره له اسلامي امارت سره هر راز همکارۍ ته چمتو دي.
هغوی ویلي، خصوصي پوهنتونو په سختو شرایطو کې د افغانستان د باسواد کېدو او د هېواد پرمختګ لپاره د لوړو زدهکړو په برخه کې پانګونه کړې ده.
خبرپاڼه کې زیاته شوې، د دې ټولنې راغلي پلاوي په هېواد کې د نجونو پر وړاندې د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازو پرانیستو غوښتنه وکړه او په دې برخه کې يې خپل وړانديزونه او مشورې شريک کړل.
سرچینه لیکي، یاد پلاوي وویل چې له پوځي او سیاسي بریا وروسته اړتیا ده اوس په اقتصادي او علمي برخو کې هم افغانستان واقعي خلپواکۍ او ځان بسياينې ته ورسېږي.
د ریاستالوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په دې لیدنه کې ویلي، افغانستان د ټولو افغانانو شریک کور دی او هر افغان په کې د نظر او مشورې ورکولو حق لري.
ده ویلي، اسلامي امارت د نجونو زدهکړو مخالف نه دی، خو هڅه کوي رامنځته شوی ځنډ ژر له منځه ولاړ شي.
د خبرپاڼې له مخې، هغه زیاته کړې چې افغانستان په بېلابېلو برخو کې متعهدو او ژمنو کادرونو ته اړتیا لري او ډاډ یې ورکړی چې پر نظرياتو او مشورو به يې غور کوي.
Views: 498
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن