Language

د مسلمانو علماوو نړۍواله ټولنه: د اسلامي امارت مشرتابه زموږ د علماوو له پلاوي سره له لیدنې بښنه غوښتې

اټلانټا (پژواک، ۱۶ مرغومی ۱۴۰۱): د مسلمانو علماوو نړۍوالې ټولنې ویلي چې د افغانستان اسلامي امارت مشرتابه د دغې ټولنې د جګپوړو دیني عالمانو له پلاوي سره له لیدنې د اوس لپاره بښنه غوښتې ده.

د مسلمانو علماوو نړۍوالې ټولنې (الاتحاد العالمي لعلماء المسلمین) مرکز د قطر په پلازمېنه دوحه کې دی او د اسلام مشهور دیني عالم دوکتور یوسف القرضاوي له خوا یې بنسټ ایښودل شوی دی.

خو د تېر کال په سپټمبر میاشت کې د دوکتور قرضاوي له مړینې وروسته د یادې ټولنې مشري د اندونیزیا هېواد دیني عالم ډاکټر حبيب سالم الجفري ته سپارل شوې ده.

د یادې ټولنې د عمومي منشي ډاکټر علي القره داغي له خوا د مرغومي په ۱۵مه، د پنجشنبې په ورځ یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دوی د ټولنې د جګپوړو علماوو پلاوی «د اسلامي او ورورولۍ اړیکو پیاوړتیا په موخه افغانستان ته روان و.»

د نوموړي په وینا، د مسلمانو علماوو نړۍوال اتحاد پلاوي دغه سفر مخکې له دې چې «طالبان پر ښځو او نجونو د زده‌کړو او کار بندیز ولګوي» پلان کړی و.

القره داغي زیاته کړې چې د جګپوړو علماوو دغه پلاوی کندهار ته روان و چې د اسلامي امارت له مشر شیخ هبت‌الله اخوندزاده سره وګوري او پر مهمو مسایلو ورسره سلا مشورې وکړي.

د مسلمانو علماوو ټولنې سرمنشي ویلي: «مسلمانان ټول د یوه بدن په څېر دي او علماء هم چې د پيغمبرانو وارثان بلل کېږي، د امت مسایلو ته رسېدنه په ځانګړې توګه د افغانستان بریالیتوب خپل شرعي مسئوولیت ګڼي او دا د وخت مهمه دنده بولي.»

په دغه خبرپاڼه کې راغلي، ټوله نړۍ په افغانستان کې د نوي اسلامي نظام تجربه له نږدې څاري.

Muslim union

دوکتور علي القره داغي

د شیخ القره داغي په وینا: «په افغانستان کې د مسلمانانو هیلې یوه پیاوړي، عادل، متمدن او د مشورې پر اصل ولاړ حکومت پورې تړلې، یو داسې حکومت چې پر مهربانۍ او داسې انساني حقونو او کرامت ولاړ وي چې د ښځو او نر حقونه پکې شامل وي.»

سرچینې زیاته کړې، که «خدای مه کړه» دغه تجربه د اسلام واقعي انځور په وړاندې کولو کې چې پر عدالت او مهربانۍ ولاړ دی او «د حکومت کولو یوازینی سیستم دی» ناکام شي، د دوی په وینا، بیا به «د اسلام دښمنان» په دې زمانه کې د اسلام د اعتبار په اړه شک پیدا کړي.

د مسلمانو علماو دغه نړۍواله ټولنه وایې، پلاوي همدارنګه غوښتل چې د ځینو مشرانو ترمنځ، ځیني ممکنه درزونه یا اختلافات هم لرې کړي.

د دوی په وینا، د پلاوي بله موخه دا وه چې د افغان ولس د هوساینې په پامنیوي سربېره، د امارت پر مخ د اسلامي هېوادونو او نړۍوالو دروازې پرانیزي چې ورسره د پوهنې او نورو برخو کې اړینې مرستې وشي.

د افغانستان سرپرست  حکومت د مسلمانو علماو نړۍوالې ټولنې د دې خبرو په اړه څه نه دي ویلي؛ خو د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهدي بي‌بي‌سي پښتو څانګې ته ویلي، په خواله رسنیو کې له دغې موضوع خبر شوي او وايي چې په اړه یې معلومات کوي.

د مسلمانو علماو نړۍواله ټولنه وایی، د اسلامي امارت د مشر معذرت مني، خو د ټولنې دروازې د ټولو مسلمانانو پر مخ پرانیستې دي.