[restrict paid="true"]
اټلانټا (پژواک، ۲۲ مرغومی ۱۴۰۱): د اسټرالیا کرکټ ادارې اعلان کړی چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو د زدهکړو او کار ځنډېدو له امله له دغه هېواد سره د کرکټ ټاکل شوې لوبې نه کوي.
د اسټرالیا کرکټ ادارې د مرغومي په ۲۲مه په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي چې دوی د افغانستان په ګډون په ټوله نړۍ کې د ښځينه او نارینه کرکټ د ودې لپاره ژمن دي.
سرچینې زیاته کړې چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو زدهکړو او کار ځنډېدو له امله له دغه هېواد سره ټاکل شوې یوه ورځنۍ لوبې لغوه کړې دي.
ټاکل شوې وه چې دا لوبې په راتلونکې مارچ میاشت کې د افغانستان په کوربهتوب په متحده عربي اماراتو کې ترسره شوې وای.
https://twitter.com/CricketAus/status/1613400206749630465
د اسټرالیا کرکټ ادارې ویلي چې په دې اړه د افغانستان له کرکټ بورډ سره په اړیکه کې دي او هلته د ښځو او نجونو د وضعیت له ښه کېدو وروسته به بیا بله پرېکړه کوي.
د اسټرالیا او افغانستان ترمنځ د کرکټ دا درې ورځنۍ نړۍوالې لوبې د (نړۍوال لیګ) برخه وې چې افغانستان اوسمهال په کې اووم مقام لري او نړۍوال جام ته یې لاره موندلې ده.
افغانستان تر اوسه په دغه لیک کې ۱۵ لوبې کړې، یوولس یې ګټلې، درې یې بایللې او ۱۱۵ نومرې لري، اسټرالیا بیا ۱۸ لوبې کړې، ۱۲ یې ګټلي، شپږ یې بایللې او ۱۲۰ نومرې لري.
د یادونې ده، د افغانستان سرپرست حکومت تېر کال د نجونو پر ثانوي زدهکړو بندیز لګولی و خو تېره میاشت یې د نجونو لوړې زدهکړې هم وځنډولې او څو ورځې مخکې یې په نادولتي موسسو کې د ښځو پر کار هم بندیز ولګاوه.
دا په داسې حال کې ده چې د کرکټ نړۍوالې شورا هم پرون په افغانستان کې د ښځو پر وضعیت اندېښنه ښودلې وه.
د دې شوار (ای سي سي) اجرائیوي مشر جیوف الاردیس د نجونو نړۍوال شل اوریز جام له پیله مخکې ویلي، په افغانستان کې "وروستي پرمختګونه" چې سرپرست حکومت پکې ښځې له لوړو زدهکړو او کار راګرځولې، د کرکټ نړۍوالې شورا لپاره جدي اندېښمنوونکې موضوع ده.
هغه له رسنیو سره خبرو کې ویلي، د بشپړ غړیتوب لرونکي هېواد په توګه افغانستان لا هم ټول شرایط نه دي پوره کړي او فعالیتونه یې نیمګړي دي.
نوموړی زیاتوي: "دا ښکاره ده چې په افغانستان کې وروستي بدلونونه د اندېښنې وړ دي."
د افغانستان کرکټ بورډ تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
[/restrict]
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP