کابل (پژواک، ۲۷ مرغومی ۱۴۰۱): ازبک چارواکي د افغانستان - ازبکستان ګډ بازار د لومړي فاز کار له بشپړېدو خبر ورکوي او وايي، دغه بازار د سوداګریزو اړیکو د پراختیا، افغانانو او د ازبکستان خلکو ته د کاري زمینې برابرولو په موخه جوړ شوی دی.

د سرپرست حکومت د رسنیو مرکز اړوند ویبپاڼې په یو راپور کې د ازبکستاني چارواکو په حواله لیکلي، د افغانستان او ازبکستان ګډ بازار د لومړي فاز جوړولو چارې د دواړو هېوادونو ترمنځ پر ګډه پوله – د افغانستان د بلخ په سرحدي سیمه او د ازبکستان په ترمز ښار کې بشپړ شوی او د دواړو هېوادونو سوداګرو ته یې د هټیو د وېش لړۍ پیل شوې ده.

مسوولین وايي، په دغه بازار کې ۴ زره هټۍ، روغتیايي مرکزونه او رسټورانټونه موجود دي چې پاتې چارې به یې په راتلونکي یو کال کې بشپړې شي او د افغانستان او ازبکستان خلک به وکولای شي د لسو ورځو لپاره له وېزې پرته په دغه بازار کې پېر او پلور وکړي.

د راپور له مخې، د افغان - ازبک ګډ بازار مرستیال قوت جورهیوف ویلي: «دا پلان د سوداګریزو اړیکو د پراختیا او افغانانو او د ازبکستان خلکو ته د کاري زمینې برابرولو په موخه جوړ شوی؛ په دغه بازار کې پر ازبک سوداګرو سربېره افغان سوداګر او متشبثین هم کولای شي خپل کارونه او فعالیتونه پیل کړي، موږ ژمن یو چې د دغه بازار پاتې برخې هم ژر بشپړې کړو.»

بلخوا، د بلخ د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین او سوداګر وايي چې د دغه بازار په جوړېدو سره به نندارې ته د هېواد د کورنیو تولیداتو وړاندې کېدو او د سوداګرو اقتصادي فعالیتونو پراخېدو زمینه برابره شي.

دا په داسې حال کې ده چې باختر خبري اژانس شاوخوا څلورنیمې مياشتې مخکې (د ۱۴۰۱ کال د وږي په ١١مه) په یوه راپور کې د بلخ د چارواکو له خولې ليکلي وو، د دغه بازار چارې به چې پر ۱۲۰ جریب ځمکه او د ۷۵ میلیون امریکايي ډالرو په لګښت جوړېږي، د بلخ اړوند ساحې کارونو لګښت یې د افغانستان حکومت او د ترمز برخې لګښت یې د ازبکستان له لوري ورکول کېږي.

د يادونې ده، دغه ګډ بازار د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د اقتصادي اړيکو د پراختيا او د دواړو هېوادونو پر پوله د افغان سوداګرو لپاره د سوداګریزې راکړې ورکړې زمينې برابرولو په موخه جوړ شوى دى.

تمه وه چې د دغه بازار د جوړېدو ټولې چارې شاوخوا دوه میاشتې مخکې بشپړې شي.