ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اوکراین له افغانستان سره د ۱۶ زره ټن غنمو مرسته وکړه

اوکراین له افغانستان سره د ۱۶ زره ټن غنمو مرسته وکړه

author avatar
17 Jan 2023 - 16:33
اوکراین له افغانستان سره د ۱۶ زره ټن غنمو مرسته وکړه
author avatar
17 Jan 2023 - 16:33

کابل (پژواک، ۲۷ مرغومی ۱۴۰۱): د روسیې اینټرفاکس خبري اژانس راپور ورکړی چې اوکراین له افغانستان سره د ۱۶ زره ټن غنمو مرسته کړې ده.

یاد اژانس د یوه راپور په خپرولو سره لیکلي چې اوکراین له افغانستان سره د ۱۶ زره ټن غنمو مرسته کړې او دغه غنم پرون د یاد هېواد له یوه بندره بار شوي دي.

په راپور کې راغلي، د غنمو او نورو خوراکي توکو ټولې دری کښتۍ چې ۵۵۶۱۹ ټن مواد پکې بار دي، د اوکراین له بندرونو حرکت کړی او ټاکل شوې چې توکي یې لیبیا، ترکیې او افغانستان ته ورسېږي.

له دغو کښتیو څخه یوه یې د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام له لوري اجاره شوې چې له افغانستان سره مرسته شوي غنم په څو ورځو کې د پاکستان یوه بندر ته ورسوي.

د یادونې ده، په روان لمریز کال کې له افغانستان سره دا د اوکراین دویمه مرسته ده؛ تر دې وړاندې دغه هېواد د روان کال په وږي میاشت کې افغانستان ته ۳۰ زره ټنه غنم رالېږلي و.

دا مرسته په داسې حال کې کېږي چې له دې وړاندې د خوړو نړۍوال پروګرام په افغانستان کې د لومړنیو توکو د کمښت په اړه خبرداری ورکړی و او د نړۍ له هېوادونو یې غوښتی و چې له دغه هېواد سره په بېلابېلو برخو کې مرسته وکړي.

Views: 38

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.