Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د یونیسف د زده‌کړو برخې مسوول: زده‌کړه امتیاز نه، بلکې یو انساني حق دی

کابل (پژواک، ۱ سلواغه ۱۴۰۱): د زده‌کړې نړۍوالې ورځې (د جنورۍ ۲۴مې) په دُرشل کې، د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق د زده‌کړو برخې رییس ویلي چې زده کړه امتیاز نه بلکې یو حق دی.

د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونیسف د زده‌کړو برخې رییس رابرټ جنکنیز په یوه ټويټ  کې ویلي چې زده‌کړه د انسانانو حق دی نه یو امتیاز.

هغه زیاته کړې: «موږ باید ډاډ ترلاسه کړو چې هر ماشومام د خپل استعداد غوړولو او زده‌کړې لپاره برابر فرصت لري.»

له بلې خوا، د ملګرو ملتون علمي او فرهنګي سازمان (یونیسکو) د ۲۰۲۳ کال د زده‌کړې نړۍواله ورځ هغو افغان نجونو او ښځو ته ځانګړې کړې چې له زده‌کړو بې‌برخې پاتې دي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د «اسلامي امارت» په واکمنېدو سره له شپږم ټولګي پورته نجونې ښوونځیو ته او په دې وروستیو کې ښځې او نجونې تر دویم امر پورې پوهنتونونو ته له تګ څخه منع شوې.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.