کابل (پژواک، ۴ سلواغه ۱۴۰۱): د افغانستان کرکټ بورډ د ۲۰۲۳ زېږدیز کال لپاره د کرکټ کورنیو سیالیو مهالوېش اعلان کړ.
د افغانستان کرکټ بورډ هر کال د یوه ځانګړي پلان له مخې، د کورني کرکټ په کچه ګڼ شمېر سیالۍ ترسره کوي چې د نوو لوبغاړو په موندلو کې مهم رول لري.
یادې ادارې په خپله فیسبوکپاڼه کې لیکلي، د ۲۰۲۳ زېږدیز کال د کورنیو سیالیو پیل به د وزیر محمد اکبرخان په دویمه او لومړۍ درجه ولایتي سیالیو سره وشي چې د روانې جنورۍ میاشتې په وروستیو کې به پیل او شاخوا ۲۰ ورځې به د هېواد په څلورو بېلابېلو لوبغالو کې د ۳۱ ولایتي لوبډلو ترمنځ ترسره شي.
سرچینې ویلي، د دویمه درجه ولایتي سیالیو له پای ته رسېدو وروسته به لومړۍ درجه ولایتي لوبې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ پيل شي.
دغهراز په می میاشت کې به د افغانستان د کورني کرکټ ترټولو سترې سوداګریزې سیالۍ (شپږیزه کرکټ لیګ) ترسره شي.
همدارنګه د زونونو په کچه د غازي امانالله خان یو ورځنۍ سیالۍ په جون او جولای میاشتو کې په کابل کې په پام کې نیول شوې دي.
د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، د زونونو په کچه درې ورځنۍ سیالۍ به د روان کال په جولای او اګسټ میاشتو کې ترسره شي.
یاده اداره وايي چې په جولای میاشت کې به د پنځو زونونو د معلولو لوبغاړو ترمنځ په کونړ ولایت کې هم سیالۍ ترسره شي.
د دې ترڅنګ، په اګسټ میاشت کې به د زونونو په کچه د پنځو لوبډلو د ۲۳ کلنو ځوانانو ترمنځ سیالۍ وشي.
سرچينه وايي چې دغه سیالۍ به د روان کال ۲۳ کلنو لوبډلې ته د اسیا جام سیالیو لپاره د لوبغاړو غوراوي په موخه ترسره شي.
همدارنګه د زونونو په کچه د احمدشاه ابدالي «فرسټ کلاس» سیالۍ به په سپټمبر او اکټوبر میاشتو کې د څلورو لوبډلو ترمنځ په خوست او ننګرهار کې ترسره شي.
کرکټ بورډ وایي، د زونونو په کچه له ۱۶ کلنو کم عمره لوبغاړو ترمنځ سیالۍ به هم په اکټوبر او نومبر میاشتو کې په ننګرهار کې وشي.
د دې سیالیو ترڅنګ به په ډسمبر میاشت کې د هېواد په کچه د پنځو زونونو د غوره کلبونو ترمنځ د اتلولۍ جام سیالۍ هم په پام کې نیول شوې دي.
کرکټ بورډ همداراز ویلي، د زرغون افغانستان جام یو ورځنۍ سیالۍ هم په پلان کې شاملې دي چې د اړتیا پر بنسټ به د ملي لوبډلې د غوره چمتووالي په موخه ترسره شي چې نېټه او ځای یې تر اوسه معلوم نه دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP