کابل (پژواک، ۱۱ سلواغه ۱۴۰۱): د افغانستان د ازادو سیالیو لوبغاړي عبدالکریم بدخشي خپل اذربایجاني سیال عمر رضایوف ته ماتې ورکړه.
عبدالکریم بدخشي پر خپله فېسبوکپاڼه لیکلي: «زه غواړم له تاسو ټولو مننه وکړم چې زما سره مو په دې لار کې مرسته کړې، په ځانګړې توګه زما لپاره مو دعا کړې، تاسو ټولو او ګران هېواد ته دې مبارک وي.»
بلخوا ازادي رایډیو هم ویلي چې د افغانستان د ازادو سیالیو لوبغاړي عبدالکریم بدخشي تېره شپه د جنورۍ ۳۰مه خپل اذربایجاني سیال عمر رضایوف ته ماتې ورکړه.
سرچینه وایي، دا سیالي چې د ACA په نړۍوال سازمان کې ترسره شوه، بدخشي وکړای شول چې خپل سیال ناک اوټ کړي او ماتې ورکړي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، دا د یاد سازمان د ازادو مبارزو ٣٢ دوره ده چې د افغانستان د لوبغاړي سربېره په کې د روسیې، اذربایجان، قرغزستان اوازبکستان لوبغاړي هم برخه لري.
د دې سیالیو په جریان کې به ټولټال ۴۸ سیالۍ ترسره شي.
سرچینه کاږي، دا په ازادو سیالیو کې د بدخشي شپږمه بریا وه چې خپل پیاوړی سیال یې په ډېر قوت سره مات کړ.
د یادونې ده، په دغه سازمان کې د افغانستان په استازولۍ بازمحمد مبارز، احمدولي هوتک، عبدالعظیم بدخشي او واحدالله نژند هم سیالۍ ترسره کړې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP