ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بشري مرستو په دوام ۴۰ میلیون نور امریکایي ډالر کابل ته را ورسېدل

د بشري مرستو په دوام ۴۰ میلیون نور امریکایي ډالر کابل ته را ورسېدل

author avatar
12 Feb 2023 - 12:38
د بشري مرستو په دوام ۴۰ میلیون نور امریکایي ډالر کابل ته را ورسېدل
author avatar
12 Feb 2023 - 12:38

کابل (پژواک، ۲۳ سلواغه ۱۴۰۱): د افغانستان مرکزي بانک وایي، د بشري مرستو په دوام د ۴۰ میلیون امریکایي ډالرو بله بسته پرون کابل ته را ورسېده.

دغه بانک نن د سلواغې په ۲۳مه په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي: «افغانستان ته د ۴۰ میلیون ډالرو نغدي بشري مرستې کڅوړه پرون را ورسېده او په کابل کې یو سوداګریز بانک ته و سپارل شوه.»

سرچینې لیکلي، د افغانستان بانک د هر هغه اصولي اقدام چې هېواد ته د اسعارو د راتګ او د ټولنې له اړو کسانو سره د مرستې لامل کېږي، ستاینه کوي او دغه بانک به د بانکي سکتور د لا پیاوړتیا او ټینګښت په برخه کې خپلې هلې ځلې جاري وساتي.

سرچینه زیاتوي، د افغانستان بانک رهبري هېواد ته د نړۍوالې ټولنې د بشري مرستو د هرکلي ترڅنګ هیله لري چې دا مرستې د بانکي سکتور له لارې ترسره شي.

د ۴۰ میلیون ډالرو دا کڅوړه په داسې حال کې کابل ته را استول کېږي چې افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت (یوناما) د تېرې تلې میاشتې په ۱۲مه ویلي وو، دغه سازمان په تېر یوه کال کې څه باندې یو میلیارد امریکایي ډالر افغانستان ته راوړي، څو له میلیونونو افغانانو سره -چې بشري مرستو ته اړ دي- د ژوند ژغورنې مرستې وشي.

له افغانستان سره په تېرو ۱۲ میاشتو کې د اوسنۍ کڅوړې په ګډون، د بشري مرستو په ۵۳ کڅوړو کې یو میلیارد ۸۳۰ میلیون او ۴۰۰ زره امریکایي ډالر نغدي مرسته شوې ده.

د افغانستان بانک وایي، دغه بشري مرستې د امریکا متحده ایالتونه، اروپا او نور هېوادونه کوي او د اقتصادي چارو شنونکي وایي، دغه مرستې د افغانستان پر اقتصاد او د خلکو پر ژوند ډېر مثبت اغېز لري.

د یادونې ده، د تېرې مرغومي میاشتې له ۲۴مې وروسته دا د نړۍوالې ټولنې له خوا د ۴۰ میلیون امریکايي ډالرو درېیمه کڅوړه ده چې افغانستان ته را استول کېږي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.