ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

نورستان کې له یوې میاشتې راهیسې د مخابراتي شبکو انټرنیټي خدمات بند شوي

نورستان کې له یوې میاشتې راهیسې د مخابراتي شبکو انټرنیټي خدمات بند شوي

author avatar
13 Feb 2023 - 16:32
نورستان کې له یوې میاشتې راهیسې د مخابراتي شبکو انټرنیټي خدمات بند شوي
author avatar
13 Feb 2023 - 16:32

پارون (پژواک، ۲۴ سلواغه ۱۴۰۱): د نورستان اوسېدونکي وايي، په دغه ولایت کې له تېرې یوې میاشتې راهیسې د مخابراتي شبکو انټرنیټي خدمات له خنډ او ځنډ سره مخ شوي چې خلک يې له ستونزو سره مخ کړي دي.

د دغه ولایت د مرکز پارون یوه اوسېدونکي قریب‌الله پژواک خبري اژانس ته وویل، له تیرې یوې میاشتې راهیسې دلته د افغان بېسیم مخابراتي شبکې انټرنیټ کار نه کوي او نه پوهېږي چې کله به بېرته فعال شي.

نوموړی زیاتوي، څو میاشتې مخکې چې یادې شبکې په نورستان کې د ۴جي انټرنیټ فعالولو خبر ورکړ، نو دوی ډېر ورته خوشحاله وو؛ ځکه انټرنیټ اوس د ورځني ژوند پر یوې مهمې اړتیا بدل شوی دی.

خو هغه وايي، له هغه مهاله د یادې شبکې انټرنیټ په پرله‌پسې ډول پرې کېږي او کار نه کوي.

د عنایت‌الله په نوم یوه دولتي مامور پژواک خبري اژانس ته وویل، د افغان بېسیم شبکې د انټرنیټ ترڅنګ غږیز خدمات هم کمزوري شوي او ډېر مهال یې سیګنال ورک کېږي چې خلک یې له ستونزو سره مخ کړي دي.

دی د مخابراتو له ریاسته غوښتنه کوي چې د مخابراتي شبکو خدمات وڅاري او هغوی اړ باسي څو خپل خدمات معیاري کړي.

د نورستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست د اترآ ادارې مسوول انجنیر عبیدالله ساپی یادې ستونزې مني خو وايي، لامل یې د دغه ولایت پېچلی ځمکنی جوړښت او د ژمي په موسم کې د واورې اورښت دی.

هغه پژواک خبري اژانس ته وویل، نورستان له نوري فایبر سره نه دی نښلول شوی، افغان بېسیم شبکه د «لینک سیسټم» له لارې انټرنیټ لومړی له لغمان ولایت څخه نورګرام ولسوالۍ او له هغه ځایه بیا واما ولسوالۍ او مرکز پارون ته لېږدوي.

ساپی وايي، په دغه پېچلې او غرنۍ سیمه کې د یاد شوي سیسټم لپاره څو مرکزونه/ سایټونه جوړ شوي چې په دې وروستیو کې د ډېرې واورې ورېدو له امله د واما په لوړه څوکه کې یوه سایټ خراب او انټرنیټ پرې شوی دی.

د هغه په خبره، یاده ستونزه له مرکز او افغان بېسیم مخابراتي شبکې سره شریکه شوې چې حل یې وخت غواړي؛ ځکه د ډېرې واورې له امله هلته د انجنیرانو او کاري وسایلو لېږد ممکن نه دی.

نوموړی وايي، د ستونزې پر دایمي حل هم فکر کوي څو سایټونه له واورو خوندي وساتل شي او خدمات له خنډ او ځنډ سره مخ نه شي.

اوس‌مهال د نورستان د مرکز او شپږو ولسوالیو په ځینو سیمو کې مخابراتي شبکې فعالې دي چې له منځه یې افغان بېسیم شبکې څلور میاشتې مخکې دغلته د ۴جي نیټ فعالولو خبر ورکړ، خو له هماغه ورځې له خنډ او ځنډ سره مخ دی.

د یادې شبکې ترڅنګ سلام، روشن او ایم‌ټي‌این شبکې هم د دغه ولایت په ځینو سیمو کې یوازې غږیز خدمات وړاندې کوي.

Views: 71

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.