کابل (پژواک، ۳۰ سلواغه ۱۴۰۱): د مالیې وزارت وایي، د روان کال په لومړیو لسو میاشتو کې د هرات ګمرک عواید ۱۹.۷ میلیارد افغانیو ته رسېدلي او دا کچه د تېر کال په پرتله ۶۸ سلنه ډېروالی ښيي.
د مالیې وزارت پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې د تېر کال په لومړیو لسو میاشتو کې د یاد ګمرک عوایدو کچه ۱۱.۷ میلیارد افغانۍ وه.
سرچینه لیکي، په عوایدو کې ډېروالی د مالیې وزارت د غوره مدیریت، روښانه مالي تګلارو، د ژمنو او مسلکي کسانو ګومارلو، له فساد سره مبارزې، ګمرکونو کې سوادګرو ته د اسانتیاوو برابرولو له امله راغلی دی.
د سرچینې د څرګندونو له مخې، د هېواد په ډېرو ګمرکونو کې برېښنایي تلې او سیستمونه نصب شوي او دغه چاره د عوایدو ډېرېدو لامل شوې ده.
Views: 70
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن