Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

اروزګان کې لسګونه هټۍ‌وال په راکړه ورکړه کې د کلدارو پر کارولو نیول شوي

اروزګان کې لسګونه هټۍ‌وال په راکړه ورکړه کې د کلدارو پر کارولو نیول شوي

author avatar
19 Feb 2023 - 16:19
اروزګان کې لسګونه هټۍ‌وال په راکړه ورکړه کې د کلدارو پر کارولو نیول شوي
author avatar
19 Feb 2023 - 16:19

ترینکوټ (پژواک، ۳۰ سلواغه ۱۴۰۱): د اروزګان په مرکز ترینکوټ ښار کې هغه لسګونه دوکانداران نیول شوي او دوکانونه یې تړل شوي چې له خبرداري او ټاکلي ضرب‌الاجل سره سره یې پر کلدارو راکړه ورکړه کوله.

دوې اوونۍ مخکې په دغه ولایت کې د افغانۍ د ترویج په موخه یوې کمېټې دنده پیل کړه او پر کلدارو د راکړې ورکړې د مخنیوي لپاره یې ضرب‌الاجل وټاکه.

اوس د یادې اووه کسیزې کمېټې مسوولین وایي، د ټاکلې مودې له پوره کېدو وروسته یې په ترینکوټ ښار کې لسګونه هټۍ‌وال نیولي او د هغوی دوکانونه یې تړلي چې لا یې هم پر کلدارو راکړه ورکړه کوله.

د کمېټې یوه مسوول حاجي یوسف پژواک خبري اژانس ته وویل، له تېرې یوې اوونۍ راهیسې په ترینکوټ ښار کې له ۵۰ زیات هټۍ‌وال نیول شوي دي.

هغه زیاته کړه، نیول شوي هغه کسان دي چې له خبرداري سره سره یې بیا هم پېر او پلور پر پاکستانیو کلدارو کاوه.

د نوموړي په خبره، کمېټې په ښار کې د هغو هټۍ‌والو پېژندلو لپاره چې پر کلدارو راکړه ورکړه کوي، یو شمېر کسان ګومارلي دي.

نوموړي وویل، نیول شوي کسان لنډ مهال او اوږد مهال زنداني شوي او دوکانونه یې د اوږدې مودې لپاره تړل شوي دي.

د یادې کمېټې بل غړي مولوي عدالت وویل، په اروزګان کې به د بهرنیو اسعارو مخنیوي دا لړۍ دوامداره وي او تر لرو سیمو به هم وغځېږي.

هغه زیاته کړه، دا کمېټه د افغانیو د ترویج ترڅنګ د توکو د بیو د کنټرول مسوولیت هم لري.

عدالت ګواښ وکړ، که خلک بیا هم پر کلدارو راکړې ورکړې ته دوام ورکړي نو د اوږدې مودې لپاره به زنداني شي.

د اروزګان اوسېدونکي خوښ دي چې له دوو لسیزو وروسته د افغانیو ترویجولو لپاره جدي هڅې پیل شوې دي.

د ترینکوټ ښار یوه دوکاندار محمد ویس پژواک خبري اژانس ته وویل، که خلک د بهرنیو اسعارو پر ځای په ټولو راکړو ورکړو کې افغانۍ وکاروي، نو د دغه ولایت اقتصادي وضعیت به ورسره ښه شي.

هغه زیاته کړه، پر کلدارو راکړې ورکړې خلک زیانمن کړي دي.

همداراز د ترینکوټ یوه بل اوسېدونکی شاه محمد بیا غوښتنه کوي چې مسوولین دې د افغانۍ ترویجولو لپاره په کافي اندازه افغانۍ بازار ته وړاندې کړي.

هغه وویل، ډېر خلک د افغانیو د کمښت له امله کلدارې کاروي.

له دې مخکې هم په اروزګان کې د افغانیو ترویجولو په موخه کمپاینونه شوي، خو دا لومړی ځل دی چې روان کمپاین تر ډېره بریالی بلل شوی او له سرغړوونکو سره جدي چلند کېږي.

Views: 918

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.