فیروزکوه (پژواک، د کب لومړۍ نېټه ۱۴۰۱): د غور سیمهییز مسوولین وایي، نن سهار یې د یاد ولایت مرکز فیروزکوه ښار لوېدیځه سیمه کې تر واورې لاندې د دوو ماشومانو جسدونه پیدا کړي دي.
هغوی وایي، دغه دوه ماشومان د سړې هوا او واورې له امله مړه شوي دي.
د غور د والي ویاند عبدالواحد حماس خبریالانو ته وویل: «نن سهار د دغو دوو ماشومانو جسدونه د فیروزکوه ښار اړوند په «خره مرده» سیمې کې پیدا شوي دي.»
هغه وویل: «له بده مرغه درې ورځې مخکې د فیروزکوه ښار اړوند په خره مرده سیمه کې اووه او ۹ کلن دوه ماشومان چې بل کلي ته روان وو، واوره کې ایسار پاتې شوي وو.»
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن