منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۲۷ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۰۲ غ.و
۱۷° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

غور کې د دوو ماشومانو مړي تر واورې لاندې موندل شوي

· ۱ دقیقه لوستل · ۱۹۲ کتنې

فیروزکوه (پژواک، د کب لومړۍ نېټه ۱۴۰۱): د غور سیمه‎ییز مسوولین وایي، نن سهار یې د یاد ولایت مرکز فیروزکوه ښار لوېدیځه سیمه کې تر واورې لاندې د دوو ماشومانو جسدونه پیدا کړي دي.

هغوی وایي، دغه دوه ماشومان د سړې هوا او واورې له امله مړه شوي دي.

د غور د والي ویاند عبدالواحد حماس خبریالانو ته وویل: «نن سهار د دغو دوو ماشومانو جسدونه د فیروزکوه ښار اړوند په «خره مرده» سیمې کې پیدا شوي دي.»

هغه وویل: «له بده مرغه درې ورځې مخکې د فیروزکوه ښار اړوند په خره مرده سیمه کې اووه او ۹ کلن دوه ماشومان چې بل کلي ته روان وو، واوره کې ایسار پاتې شوي وو.»

د سرچینې په خبره، د یادو ماشومانو جسدونه چې نن سهار له واورې را ایستل شوي، خپلو کورنیو ته سپارل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې یوه میاشت مخکې هم په فیروزکوه ښار او د دغه ولایت په لعل و سرجنګل ولسوالۍ کې د یوه ماشوم په ګډون درې کسان د سړې هوا له امله مړه شوي وو.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول پېښې