کابل (پژواک، ۲ کب ۱۴۰۱): د اقتصادي کمېسيون پرېکړې له مخې، د ۱۴۰۲ لمريز کال په پراختيايي بودجه کې ۱۱ هغه سترې بنسټیزې پروژې هم شاملېږي چې ډېره برخه کارونه يې ترسره شوي دي.
د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت په خپل ټويټر کې ليکلي چې د رياستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د اقتصادي کمېسيون له لوري ماليې وزارت ته دنده سپارل شوې وه، څو هغه سترې زېربنايي پروژې چې د کارونو ډېره برخه يې ترسره شوې او د بشپړېدو لپاره کمې بودجې ته اړتيا لري، تشخيصې کړي.
سرچينه زياتوي، ماليې وزارت د اقتصادي کمېسيون له پرېکړې سره سم ۱۱ پروژې تشخیص کړې چې د اقتصادي کمېسيون وروستۍ نوبتي ناستې د پرېکړې پر اساس به د راتلونکي ۱۴۰۲ لمريز کال په پراختيايي بودجه کې پیسې ورته ځانګړې شي.
د سرچينې معلوماتو له مخې، په هرات کې د کمال خان او پاشدان بندونه، د کابل د شاه او عروس بند، د کابل – لوګر د دويم لين سړک، د تخار له فرخاره تر ورسج پورې د سړک قیر کولو او د خوست او تخار هوايي ډګرونو ځغاستليکې، ترمينل، د موټرو تمځایونه، د اوروژنې مرکزونه او د ځينو نورو ملحقاتو جوړول په يادو پروژو کې شامل دي.
دغهراز، د بادغیس د مرکز قلعهنو ښار د اوبورسونې او بادغيس بند، د مزارشريف د تختهپل د څښاک اوبو، د شبرغان د څښاک اوبو، د کابل په علياباد روغتون کې د سرطان ناروغۍ درملنې مرکز جوړول او په بېلابېلو ولايتونو کې د ۱۴ ښارګوټو د اوبو رسونې شبکې هم له يادو يوولسو پروژو بلل شوې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP