Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټه: اطلاعاتو ته لاسرسي برخه کې د لا اسانتیاوو برابرولو هڅې روانې دي

تالقان (پژواک، ۲ کب ۱۴۰۱): د افغان خبريالانو د خونديتوب کمېټې مسوولينو د تخار له خبريالانو سره په لیدنه کې وويل، اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې د لا ډېرو اسانتیاوو برابرولو لپاره د هېواد په کچه هڅې روانې دي.

د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټې مسوولین چې د خبریالانو د ظرفیت لوړونې ورکشاپ جوړولو په موخه تخار ولایت ته راغلي، وايي چې د هېواد په کچه هڅې روانې دي څو اطلاعاتو ته د لاسرسي حق کې اسانتیاوې رامنځته شي.

د افغان خبريالانو د خونديتوب کمېټې مشر عبدالقديم وياړ وايي: «د دې ادارې له خوا په ټولو ولایتونو کې د خبريالانو خونديتوب، د رسنيو مالي ملاتړ، د خبریالانو ظرفیت لوړونې او روان درملنې برخو کې هڅې روانې  دي، ترڅنګ یې اطلاعاتو ته د لاسرسي لپاره هم جدي هلې ځلې دوام لري.»

ویاړ همداراز وویل، تخار ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې یې له سیمه‌ییزو چارواکو سره لیدلي او له هغو سره خبریالانو ته د اطلاعاتو ورکولو، همکارۍ او ملاتړ په اړه خبرې کړې دي.

د نوموړي په وینا، یاد ورکشاپ د خبریالانو ظرفیت لوړولو په موخه جوړ شوی چې دوې ورځې به دوام لري.

په ورته وخت کې، په تخار کې ځیني خبریالان د اقتصادي ستونزو او اطلاعاتو ته د نه لاسرسي په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره د رسنیو ملاتړ له بنسټونو غوښتنه کوي چې دغه ستونزې حل کړي.

په تخار کې یو خبریال محمدعیسی رووف‌زاده وايي، حکومت دې اطلاعاتو ته د لاسرسي حق قانون دې په پام کې ونیسي څو له مخې یې خبریالان د راپور جوړولو پر مهال له ستونزو سره مخ نه شي.

په تخار کې د يوې خصوصي رسنۍ مسوول عبدالصبور تابش وايي، د مالي ستونزو له امله يې خپل ډېر کارکوونکي له لاسه ورکړي، خپرونې یې وخت ناوخته بندې وي او د رسنيو ملاتړو بنسټونو مالي همکارۍ ته اړتيا لري.

نوموړي وويل، په هېواد کې خبريالان او رسنۍ په ډېرو بدو شرايطو کې دي چې بايد د بنسټونو له خوا ورته پاملرنه وشي.

دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې له وروستيو سياسي بدلونونو وروسته په تخار ولايت کې یو شمېر رسنۍ د مالي ستونزو له امله بندې شوې او ځیني خبريالان د بېکارۍ له امله درنو کارونو ته مخه کړې ده.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.