restrict paid="true"]
اټلانټا (پژواک، ۳ کب ۱۴۰۱): د امریکا د نیویارک یوې محکمې ویلي، د سپټمبر ۱۱مې بریدونو تاوان باید د افغانستان اوسني واکداران ورکړي، نه د افغانستان پخواني اسلامي جمهوري دولت او یا هم افغانان؛ ځکه د یادې پېښې د قربانیانو کورنۍ د افغانستان بانک د ۳.۵ میلیارد ډالرو ترلاسه کېدو مستحقې نه دي.
د امریکا متحده ایالتونو د نیویارک د منهټن ښار د یوې محکمې قاضي جورج ډانیلز د کب په ۳مه وویل، د "اساسي قانون محدودیت" له مخې یې ونه شو کولی طالبان د افغانستان مشروع حکومت وګڼي او یاده شتمني په د افغانستان بانک پورې اړه لري.
هغه زیاته کړه، قربانیانو ته د دې شتمنۍ ورکولو اجازه د داسې حکم په معنا ده چې طالبان د افغانستان قانوني حکومت دی.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP