ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د تورخم دروازه بېرته پرانیستل شوه

د تورخم دروازه بېرته پرانیستل شوه

author avatar
23 Feb 2023 - 10:13
د تورخم دروازه بېرته پرانیستل شوه
author avatar
23 Feb 2023 - 10:13

جلال‌اباد (پژواک، ۴ کب ١۴٠١): د ننګرهار حکومتي مسوولين وايي چې د تورخم دروازه د هر ډول تګ راتګ لپاره پرانیستل شوه.

د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور رياست نن (د کب ۴مه) د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، د مومندرې ولسوالۍ اړوند تورخم ښارګوټي دروازه چې له تېرو څو ورځو راهیسې د مسافرو او ترانزیټ پر مخ تړل شوې وه، بېرته پرانیستل شوه.

سرچينه وايي: «نن پنجشنبه سهار نهه بجې د ا،ا،ا، او پاکستاني لوړ رتبه مسٶولینو له لوري د هرقسمه تګ راتګ پر مخ تورخم دروازه پرانیستل شوه چې اوس عادي حالت دی او هېوادوال کولای شي په یاده لار تګ راتګ وکړي.»

دا په داسې حال کې ده چې درې ورځې مخکې تر یوې لنډې نښتې وروسته د افغانستان د سرپرست حکومت له خوا د تورخم دروازه تړل شوې وه.

ځایي چارواکو د دروازې تړل کېدو لامل نه و په ډاګه کړی، خو ویلي یې وو چې پاکستاني لوري پر خپلو ژمنو عمل نه دی کړی.

سرپرست حکومت اوس د تورخم لارې د پرانیستل کېدو پرېکړه په داسې حال کې کړې چې تېره ورځ د پاکستان د دفاع وزیر په مشرۍ د دغه هېواد يوه پلاوي افغانستان ته سفر کړى و او د ریاست‌الوزراء له اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر سره یې لیدلي دي.

Views: 228

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.