فراه (پژواک، ۴ کب ۱۴۰۱): په فراه کې د نیالګیو اېښودلو کمپاین د دغه ولایت په مرکز کې د «امام بخاري» په نوم له نوي جوړېدونکي پارک څخه پیل شو.
د فراه ښاروالۍ نن د دغه ولایت په مرکز کې پر ۱۰ جریب ځمکه د امام بخاري په نوم د یوه نوي پارک جوړولو چارې د نیالګیو اېښودلو له کمپاین سره هممهاله پیل کړې.
د فراه ښاروال مولوي ادریس پژواک خبري اژانس ته وویل، د راتلونکي لمريز کال تر پيله به په ټول ولایت کې ۸۴ زره نیالګي کېښودل شي چې دغه لړۍ نن د ښار شپږمې ناحيې اړوند د امام بخاري له پارکه پيل شوه.
نوموړي وویل، د امام بخاري پارک پر ۱۰ جریب ځمکه جوړېږي او نن پکې د مالټو ۱۰۰۰ نیالګي کېښودل شول.
هغه زیاته کړه، د نیالګیو اېښودلو په دغه کمپاین کې به د را روان کال د وري تر ۳مې په ټول ولایت کې ۸۴ زره مېوهلرونکي او بېمېوې نیالګي کېښودل شي.
نوموړي وویل چې ښاروالۍ ته دغه نیالګي د کرنې ریاست له خوا برابر شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP