ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

فراه کې د نیالګیو اېښودلو کمپاین پیل شو

فراه کې د نیالګیو اېښودلو کمپاین پیل شو

author avatar
23 Feb 2023 - 14:30
فراه کې د نیالګیو اېښودلو کمپاین پیل شو
author avatar
23 Feb 2023 - 14:30

فراه (پژواک، ۴ کب ۱۴۰۱): په فراه کې د نیالګیو اېښودلو کمپاین د دغه ولایت په مرکز کې د «امام بخاري» په نوم له نوي جوړېدونکي پارک څخه پیل شو.

د فراه ښاروالۍ نن د دغه ولایت په مرکز کې پر ۱۰ جریب ځمکه د امام بخاري په نوم د یوه نوي پارک جوړولو چارې د نیالګیو اېښودلو له کمپاین سره هم‌مهاله پیل کړې.

د فراه ښاروال مولوي ادریس پژواک خبري اژانس ته وویل، د راتلونکي لمريز کال تر پيله به په ټول ولایت کې ۸۴ زره نیالګي کېښودل شي چې دغه لړۍ نن د ښار شپږمې ناحيې اړوند د امام بخاري له پارکه پيل شوه.

نوموړي وویل، د امام بخاري پارک پر ۱۰ جریب ځمکه جوړېږي او نن پکې د مالټو ۱۰۰۰ نیالګي کېښودل شول.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.