Language

افغانستان د والیبال په یوه لوبه کې سینګاپور ته ماتې ورکړه

کابل (پژواک، ۴ کب ۱۴۰۱): د افغانستان د والیبال ملي لوبډلې د مالدیف په کوربه‌توب د څلورو اسیايي هېوادونو ترمنځ د والیبال په سیالیو کې سینګاپور ته ماتې ورکړه.

دغه سیالۍ د مالدیف هېواد په مالي ښار کې پیل شوې او یوه اونۍ به دوام لري.

د افغانستان والیبال فدراسیون د کب په ۴مه یوه خبرپاڼه کې لیکلي، په یادو سیالیو کې افغانستان په خپله لومړۍ لوبه کې درې پر یو سینګاپور ته ماتې ورکړه.

په دې سیالیو کې د افغانستان ترڅنګ د مالدیف، سینګاپور او مالیزیا هېوادونو لوبډلې ګډون لري.

 

 

Related Topics