ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کابل کې ځيني معلولين: د تېرو پنځو مياشتو حقوق نه دي راکړل شوي

په کابل کې ځيني معلولين: د تېرو پنځو مياشتو حقوق نه دي راکړل شوي

author avatar
25 Feb 2023 - 13:39
په کابل کې ځيني معلولين: د تېرو پنځو مياشتو حقوق نه دي راکړل شوي
author avatar
25 Feb 2023 - 13:39

کابل (پژواک، ۶ کب ۱۴۰۱): په کابل ښار کې یو شمېر معلولین وایي، د تېرو پنځو مياشتو حقوق يې نه دي ورکړل شوي؛ خو اړوند وزارت بيا وايي چې ډېر ژر به دغه حقوق ورکړل شي.

د معلولينو د معلوماتو له مخې، د تېر حکومت پر مهال هر معلول ته په کال کې ٦٠ زره افغانۍ د حقوقو په توګه ورکول کېدې خو اوس دغه کچه ٣٦ زره افغانيو ته ټيټه شوې ده.

د یادې موضوع په اړه د کابل ښار د پنځلسمې ناحیې د معلولینو ښارګوټي اوسېدونکي اسدالله پژواک ته وویل، له تېرو پنځو میاشتو راهیسې یې خپل حقوق نه دي تر لاسه کړي.

هغه وویل: «مخکې حکومت ماته په کال کې ۶۰ زره افغانۍ راکولې، خو اوس ۳۶ زره افغانۍ په کال کې راکوي او د تېرو پنځو مياشتو حقوق مې تر اوسه نه دي ترلاسه کړي.»

يو بل معلول محمد عمر پژواک ته وویل چې مخکې د میاشتې ۵۰۰۰ افغانۍ ترلاسه کولې خو اوس دغه کچه درې زره افغانيو ته ټيټه شوې ده.

دی هم وایي چې د وري، غويي، غبرګولي، چنګاښ، زمري او وږي مياشتو حقوق يې ترلاسه کړي خو د تلې، لړم، لېندۍ، مرغومي او سلواغې مياشتې حقوق يې تر اوسه نه دي ترلاسه کړي.

يادو او يو شمېر نورو معلولينو له حکومته غوښتنه وکړه چې له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ دي او حقوق يې باید پر وخت ورکړل شي.

خو يو معلول نجیب‌الله بیا پژواک ته وویل چې د یوه کال ټول حقوق یې ترلاسه کړي دي.

نوموړی وایي، مخکې ورته په کال کې ۶۰ زره افغانۍ ورکول کېدې خو سږ کال یې ۳۶ زره افغانۍ اخیستې دي.

هغه وویل، دغه پیسې دوی ته بسنه نه کوي او له سرپرست حکومته غواړي چې د پخوا په څېر دې ۶۰ زره افغانۍ ورکړي.

بلخوا، د شهيدانو او معلولینو چارو وزارت مرستیال شیخ عبدالحکیم حقاني په یوه مرکه کې پژواک ته وویل چې تر اوسه په ټول هېواد کې ۵۸۵ زره معلولین، کونډې او یتیمان راجستر شوي دي.

هغه وایي، په دغو کسانو کې ۳۵۰ زره یې یتیمان، ۱۵۵ زره يې معلولین او نږدې ۸۰ زره نور يې کونډې دي.

نوموړي زیاته کړه چې په راجستر شوو معلولینو، کونډو او یتیمانو کې د تېر او اوسني نظام کسان شامل دي.

حقاني وایي، په راجستر شوو کې به ډېر کم کسان داسې وي چې حقوق یې نه وي ورکړل شوي، ډېرو ته د شپږو میاشتو او ځینو ته بیا د یوه کال حقوق ورکړل شوي دي.

هغه وویل: «د لومړۍ او دویمې ربعې پیسې توزیع شوې، د درېیمې او څلورمې توزیع په دې خاطر وځنډول شوه چې مونږ ته راکړل شوې بودجه کې کسر راغی او له همدې امله موږ د بودجې له کموالي سره مخ شو او څومره پیسې مو چې درلودې هغه مو خلکو ته توزیع کړې دي.»

نوموړی وایي، اوس ورته نوره بودجه منظور شوې او د شاوخوا یوې اوونۍ په موده کې به پاتې کسانو ته هم د دوی حقوق ورکړل شي.

حقاني وایي، معلولین پر بېلابېلو کټګوریو وېشل شوي او د دوی معلولیت ته په کتو حقوق ورکول کېږي.

هغه وویل چې هر یتیم او هرې کونډې ته د میاشتې ۲۰۰۰ افغانۍ حقوق ورکول کېږي.

نوموړی وایي، په تېر نظام کې نږدې ۴۰۰ زره معلولین او یتیمان راجستر شوي وو چې د تثبیت پروسې له بیا پیل سره ۱۰۰ زره یې حقیقي او پاتې ۳۰۰ زره یې خیالي وو.

د یادونې ده، سرپرست حکومت د روان کال د چنګاښ میاشتې په لومړیو کې د شهیدانو کورنيو او معلولینو ته د حقوقو ورکول پيل کړي دي.

Views: 121

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.