[restrict paid=”true”]
اټلانټا (پژواک، ۷ کب ۱۴۰۱): د امریکا متحده ایالتونو بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن او د ملګرو سرمنشي انټوني ګوټریش په افغانستان کې د بشري سرغړونو او بشري اړتیاوو په اړه خبرې کړې دي.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت له خوا د کب په ۷مه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، بلنیکن او ګوټریش په اوکراین کې د روسیې د یرغل د لومړۍ کلیزې پر مهال کتلي دي.
سرچینې زیاته کړې، دواړو لورو د اوکراین خلکو ته د انصاف ورکولو او هلته د بشري مرستو او پروګرامونو په اړه خبرې وکړې.
په خبرپاڼه کې راغلي: «دوی دغه راز په افغانستان کې د بشري مرستو پر اړتیاوو او هلته د طالبانو له خوا د پرلهپسې جبر او د بشري حقونو پر سرغړونو هم خبرې وکړې.»
دا په داسې حال کې ده چې د بحران نړۍوالې ډلې خبرداری ورکړی چې پر مېرمنو د افغانستان د سرپرست حکومت محدودیتونو په افغانستان کې بحران نور هم پراخ کړی دی.
دغه نړۍوال سازمان په خپل یوه راپور کې ویلي، د ښځو پر کار او زدهکړه محدودیتونه د دې لامل شوي چې نړۍوالې مرستندویې موسسې په افغانستان کې خپل عملیات وځنډوي او بسپنه ورکوونکي د خپلو مرستو پر کمولو غور وکړي.
د بحران نړۍوالې ډلې جګپوړي سلاکار ګرام سمیټ امریکا غږ ته ویلي: «د لوېدیځ چارواکي اوس د اقتصادي فشارونو استعمالولو خبره کوي، څو د مرستو کمولو او منزوي کولو له لارې طالبانو ته دا پیغام ورکړي چې د مېرمنو ځپونکي قوانین یې ورته د منلو وړ نه دي.»
[/restrict]
Views: 94
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن